د لمونځ مسایل (یو ویشتمه برخه)

لیکوال: م، نجم الرحمن (فضلي)
له منکراتو څخه په ډکه ميلمستيا کې د ګډونکونکي امام اقتداء
پوښتنه : که په يوه کلي کې د جمعې له لمانځه وروسته کليوالو اتفاق وکړ چې کوم سړى په واده کې ډولونه او بجې راوړي او د ګډا لپاره څوک را وغواړي نو د هغه په وليمه کې به شرکت نه کيژي، په وروسته کې يوه کس دغه کار وکړ د کوم په وليمه کې چې زياتره خلکو ګډون نه درلود، مګر يو شمير خلک پکې حاضر شو ي وو او د هغوى له وجهې امام صاحب هم په وليمه کې ګډون کړى وو، اوس خلک د دغه امام شا ته لمونځ نکوي، د داسې کس د امامت حکم څه دى؟.
ځواب : په داسې امام کې ديني حميت او غيرت نشته دى او کومو خلکو چې ګډون نه ده کړى په هغوى کې ديني حميت او غيرت موجود دى، پس که چيرته دغه امام په خپل دغه کار باندې پيښمانه وي نو په خلکو باندې ضروري ده چې د هغه شا ته لمونځ وکړي او خپلو ځانونه د امامت او جماعت له ثواب څخه محرومه نکړي ([1]).
د رفع يدين (لاس پورته کونکي) امامت
پوښتنه : که چيرته حنفي د داسې امام شا ته لمونځ وکړ کوم چې آمين په زوره وايي او (رفع يدين) لاسونه هم پورته کوي نو لمونځ يې کيژي او که نه؟.
ځواب : لمونځ يې صحي دى، په دې شرط چې له امام څخه کوم د لمانځه فاسد کونکى امر ښکاره نشي ([2]).
د والي بال او کبډي کونکي امامت
پوښتنه : د يوه امام زوى نولس کلن دى، د لمانځه، روژې، پابند دى، سيرت او صورت يې هم په شريعت او سنت برابر دي، کله کله امامت کوي، مګر په دغه هلک کې يو عيب هم شته دى هغه دا چې له همځولو سره د والي بال او کبډي لوبه هم کوي او له هغوى سره د ماهيانو ښکار هم کوي، اوس يو شمير شر خوښونکي او غير متشرع خلک دغو دريو واړو لوبو ته حرام وايي، نو آيا د دغه هلک امامت روا دى؟ همدا ډول کله کله همدغه خلک د همدغه هلک توهين هم کوي، آيا د دغه هلک توهين او بې عزتي د امام توهين او بې عزتي نه ده؟.
ځواب : واضحه دې وي چې ښکار کول مباح دي، او د کبډي په لوبه کې هم کومه خبره نشته، کوم وخت چې د عورت لوځوالى پکې نه وي، البته د والي وال لوبه مکروه ده، ځکه چې دا د انګريزانو لخوا ايجاد شوې لوبه ده او په هغې کې چې کومې ګټې دي هغه له نورو ذرايعو څخه ترلاسه شوې دي او د عورت لوڅوالى او نور د همدغې لوبې عادي لوازم دي، لهذا له دې څخه پرهيز کول بهتر دى، بهر د اقتداء د صحت مانع نه دى، د هر مسلمان توهين او بې عزتي روا نه ده، به ځانګړې توګه کله چې حقدار وي يا د حقدار اولاده وي ([3]).
په غير محرم ښځو کې د کيناستونکي امامت
پوښتنه : کوم سړى چې امام وي او په غير محرم ښځو کې کيني د هغه شا ته لمونځ کول څرنګه دي؟.
ځواب : داسې امام کوم چې په غير محرم ښځو کې کيني فاسق دى او د هغه شا ته لمونځ کول مکروه دي ([4]).
د نسواري امام شا ته اقتداء
پوښتنه : کوم امام چې د نسوارو (تمباکو) په خوله کې د ساتلو عادتي وي آيا د هغه شا ته اقتداء کول صحي دي؟.
ځواب : دا چې د نسوارو (تمباکو) استعمال مباح دى، لهذا د هغو استعمال له امامت سره ټکر نه دى ([5]).
د ګنجي شا ته لمونځ کول
پوښتنه : د ګنجي شا ته لمونځ کول صحي دي او که نه؟ او د ګنجي شا ته د لمانځه په مکروه والي کې کوم حديث شته او که نه؟.
ځواب : د ګنجي شا ته لمونځ کول روا دي، کله چې هغه ښه وي او د هغه په سر باندې کوم زخم نه وي نو د هغه شا ته له کراهيت پرته لمونځ کول روا دي، او د ګنجي شا ته د لمانځه په مکروه والي کې کوم حديث نشته ([6]).
حنفي مقتدي به د شافعي امام شا ته د اختر لمونځ څه ډول کوي
پوښتنه : که يو حفي مقتدي د شافعي امام شا ته د اختر لمونځ کوي، امام د خپل مذهب مطابق له لومړي رکعت کې اوه او په دويم رکعت کې پنځه تکبيرونه وايي، حالانکه په حنفي مذهب کې په دواړو رکعتونو کې ټول شپژ تکبيرونه دي، نو په داسې صورت کې حنفي مقتدي د شافعي مذهب مطابق دولس تکبيرونه ووايي او که درى درى تکبيرونه ووايي او نور چوپ شي؟.
ځواب : که حنفي مقتدي د شافعي امام شا ته د اختر لمونځ اداء کوي نو هغه ته د اختر په تکبيرونو کې د شافعي امام اقتداء کول پکار دي ([7]).
د بد اخلاقه او غيبت کونکي امام اقتداء
پوښتنه : د بد اخلاقه او غئپت کونکي امام په اقتداء کې لمونځ کول روا دي که نه؟.
ځواب : د داسې امام شا ته دنيکانو اقتداء صحي نه ده ([8]).
د ذاتي مخالفت له امله د نيک امام ليرې کول
پوښتنه : يو امام عالم با عمله او د سنت تابع دى، مګر يو شمير لمونځ کونکي يې د ذاتي دښمني او اختلافاتو له امله مخالفت کوي او د امام د ليرې کولو کوشش کوي، آيا د جومات متولي ته د دغو خلکو په فرياد باندې د امام معزولول روا دي او که نه؟.
ځواب : هر کله چې امام خطا کار نه وي نو د مخالفينو د شکايت له امله د امام ليرې کول روا نه دي، د ذاتي مفادو او اختلافاتو له امله د امام ليرې کونکى په خپله ظالم او مجرم دى ([9]).
د چا چې نسب معلوم نه وي د هغه امامت
پوښتنه : يو شمير خلک وايي چې د کوم امام نسب معلوم نه وي په هغه پسې اقتداء صحي نه ده، آيا دا خبره صحي ده او که نه؟.
ځواب : په اسلام کې علم او تقوى ډير لوى شى دى، نسب يوازې په انتظامي امورو کې معتبر دى، له همدې امله دا مسئله مطلقا صحي نه ده ([10]).
په امام او مؤذن باندې هر وخت په جومات کې د حاضر اوسيدو پابندي لګول څرنګه دي
پوښتنه : د امام او مؤن مقيد کول چې تاسو به څلرويشت ساعته په جومات کې حاضر اوسى، دا واکمني تر کومه حده روا ده؟.
ځواب : که امام يا مؤذن د جومات له متولي سره معاهده وکړي نو د هغې مطابق عمل به کوي، او که چيرته معاهده نه وې شوې نو دا ډول پابندي لګول ظلم، زياتى او ناروا دى ([11]).
د يوې پښې لرونکي امامت
پوښتنه : آيا هغه څوک چې يوه پښه يې غوڅه شوې وي کولاى شي چې امامت وکړي په داسې صورت کې چې د رکوع او سجده په کولو هم قادر دى او بل کس هم نشته چې امامت وکړي؟.
ځواب : که چيرته روغ او تندرست سړى موجود وي، بهتره دا ده چې د هغه شا ته لمونځ وکړى شي، البته که بل کس نه وو بيا د ده امامت واجب دى، ځکه چې په جماعت سره لمونځ کول واجب دي ([12]).
له ژيرې څخه د سپينو ويښتانو ايستونکي د اقتداء حکم
پوښتنه : زيد پيش امام دى او د خپلې ژيرې سپين ويښتان کاژي، آيا د هغه شا ته لمونځ کول صحي دي او که نه؟ او له ژيرې څخه د سپينو ويښتانو ايستل روا دي او که نه؟.
ځواب : که چيرته دغه کس له وخت دمخه سپين ژيرى شوى وي نو بيا د ويښتانو ايستل روا دي، په دې سرط چې يوازې د ښايست نيت به يې نه وي، بلکې د ښځې رضايت به مقصود وي يا بل کوم ضرورت وي، او که چيرته له وخت دمخه نه وي سپين ژيرى شوى بلکې په وخت سره سپين ژيرى شوى وي، بيا د ويښتانو ايستل مکروه دي او مکروه تنزيهي دي ([13]).
([1]) فتاوى فريديه، ٢ : ٣٩٢، بحواله الدرالمختار علي هامش ردالمحتار، ج : ٥، ص : ٢٤٥، کتاب الخطر والاباحة، مشکوة المصابيح، ج : ١، ص : ٢٠٦، باب الاستغفار، مشکوة المصابيح، ج : ١، ص : ٩٥، باب الجماعة وفضلها.
([2]) فتاوى دارالعلوم ديوبند، ٣ : ١٨٣، بحواله الدرالمختار علي هامش ردالمحتار، باب الامامة، مطلب في الاقتداء بشافعي ونحوه، ج : ١، ص : ٥٢٦.
([3]) فتاوى فريديه، ٢ : ٤٠٢ – ٤٠٣، بحواله مشکوة المصابيح، ج : ٢، ص : ٣٥٧، کتاب الصيد والذبائح، الدرالمختار علي هامش ردالمحتار، ج : ٥، ص : ٣٢٨، کتاب الصيد، الصحيح المسلم، ج : ٢، ص : ٣١٧، باب تحريم ظلم المسلم الخ.
([4]) فتاوى دارالعلوم ديوبند، ٣ : ١٩٢، بحواله ردالمحتار، باب الامامة، ج : ١، ص : ٥٢٣.
([5]) فتاوى فريديه، ٢ : ٤٠٤، بحواله : ردالمحتار هامش الدرالمختار، ج : ٥، ص : ٣٢٦، کتاب الاشربة.
([6]) فتاوى دارالعلوم ديوبند، ٣ : ٢٠٢.
([8]) فتاوى فريديه، ٢ : ٤١٢، بحواله : امداد الفتاح شرح نورالايضاح، ص : ٣٤٤، بيان من تکره امامتهم.
([10]) فتاوى فريديه، ٢ : ٤٢٠، بحواله تفسير ابن کثير، ج : ٤، ص : ٢٧٥، سورة الحجرات : آيت ١٣، الدرالمختار علي هامش ردالمحتار، ج : ١، ص : ٤١٢، باب الامامة.
([12]) محمود الفتاوى، ١ : ١٤٦، بحواله : ردالمحتار، ج : ١، ص : ٤٢٦، امداد الاحکام، ج : ١، ص : ٤٢٢.
([13]) امداد الاحکام، ١ : ٥٢٦، بحواله : هنديه وجواهر الاخلاطي، ج : ٦، ص : ٢٣٨.



