طالبانو ۱۵ پوستې نيولي او په ګيزاب ولسوالۍ جګړه روانه ده

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵تله ۱) الماس خدرخېل
کابل ټکی کام ته طالبانو په یوه رالېږلې خبر پاڼه کې ويلي، چې د دوی پلويانو تېره شپه د بدخشان ولايت جرم ولسوالۍ اړوند سوچ او یباب سيمو کې د امنيتي ځواکونو په پوستو بريدونه کړي، چې په پايله کې يې ۱۵ پوستې او يادې ستراتيژيکې سيمې له امنيتي ځواکونو نيولي.
په خبرپاڼه کې ويل شوي، چې د سپکو او درنو وسلو د نيولو تر څنګ يې افغان ځواکونو ته درنه مرګ ژوبله هم وراړولې او جګړه اوس مهال د سوچ پايين په سيمه کې په يوه قرارګاه روانه ده.
بل پلو طالب وياند ذبيح الله مجاهد په يوه جلا خبرپاڼه کې وايي: چې طالبانو د دايکندي ولايت ګيزاب ولسوالۍ د کاغ، بالاژړۍ او سيدانو درې مهمې سيمې او مرکزونه له افغان ځواکونو د وسلوالې جګړې په ترڅ کې نيولي.
مجاهد زياتوي، چې په دې جګړه کې يې قومندان سيف الله له ۲ ساتونکو او مولوي عيد محمد ژوندي نيولي دي.
په خبر کې ويل شوي، چې دم ګړۍ يې د يادې ولسوالۍ په امنيه قومندانۍ او د ګيزاب ولسوالۍ په مرکز يې سخته جګړه پيل کړې.
تر دې دمه چارواکو د دې بريدونو په اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.



