ګډ حکومت له حزب اسلامي سره د سولې تړون لاسليک کړ

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵تله ۱) الماس خدرخېل
څو شېبې وړاندې د ګډ حکومت او حزب اسلامي تر منځ په کابل کې د څو مياشتو پرلپسې خبرواترو وروسته د سولې عالي شورا په دفتر کې د سولې تړون لاسليک شو.
د هوکړه ليک لومړۍ بڼه، چې په درې څپرکيو او ٢٥ مادو کې چمتو شوې، د سولې شورا مشر سيد احمد ګېلاني، د حزب اسلامي له خوا انجنير امين کريم، د ملي امنيت سلاکار حنيف اتمر او د سولې شورا د پلاوي مشر مولوي عطاالرحمن سليم لاسليک کړه.
د سولې تړون د لاسليک وروسته د حکومت او حزب اسلامي تر منځ ګډه اعلاميه ولوستل شوه.
په اعلاميه کې وويل شول، چې دغه سند به د ولسمشر غني او د حزب اسلامي مشر ګلبدين حکمتيار د لاسليک وروسته نافذ شي.
دواړو طرفونو منلې ده چې د ګلبدین حکمتیار او د هغه د ډلې د یو شمېر نورو کسانو نومونه به د ملګرو ملتونو له تور لېسته ويستل کېږي، بندیان به خوشې کېږي او د اسلامي حزب غړي به له جګړو لاس اخلي، اساسي قانون به مني او په بدل کې به حکمتیار او نورو مشرانو ته قضايي مصونیت ورکول کېږي.
د ملي امنيت سلاکار وويل: د هوکړې د لومړي پړاو وروسته به د دوهم پړاو هڅې هم روانې ساتو، هغه زياته کړه، چې امريکا، فرانسې او روسيې ډاډ ورکړی، که تاسې کومې هوکړې ته ورسېدۍ نو موږ به ستاسې ټولې غوښتنې ومنو او هغه بنديزونه به ليرې کړو چې تاسو يې غوښتنه کوئ.
حزب اسلامي هم ژمنه وکړه، چې اساسي قانون به په تمامه معنا مراعاتوي، ټول پوځي خوځښتونه او نظامي تشکیلات به منحل کوي او له ترهګرو ډلو به هېڅ ملاتړ نه کوي”.



