افغان ځواکونو د ارزګان د ګيزاب ولسوالۍ مرکز پرېښی

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵تله ۱) الماس خدرخېل
د ارزګان ولايت د ګيزاب ولسوالۍ يوه امنيتي چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط امريکا غږ ته ويلي، چې تېره شپه وسلوالو طالبانو د ولسوالۍ په مرکز ، چوڼۍ، بالاژړه، دره سيدان، پاته کاخ او کندس سيمې تر خپلې ولکې لاندې راوستي او امنيتي ځواکونه په يادې ولسوالۍ کې يوې بللې قرارګاه ته تللي دي.
د ارزګان اوسېدنکي وايي، د ګيزاب ولسوالۍ ټولو سيمه ايزو چارواکو او امنيتي سرتيرو له دې ولسوالۍ کډې بار کړي او ولسوالۍ يې پرېښې ده.
سرچينې ويلي، چې د ولسوال دفتر، امنيه قومنداني او نورې ادارې د طالب وسلوالو له ويرې خوشې شوي او مسؤلين يې له ولسوالۍ څلور کيلو متره لرې د غونډۍ په سيمه کې يوې پوځي قرارګاه ته ورغلي دي.
په ورته وخت کې د ارزګان د والي وياند دوست محمد ناياب امريکا غږ ته وويل: چې ګيزاب ولسوالۍ د طالبانو تر لوړ تهديد لاندې ده او امنيتي ځواکونه په دې هڅه کې دي چې ياده ولسوالۍ له سقوط څخه وژغوري.
ناياب زياته کړه، چې د ترينکوټ د امنيت لپاره له کندهار او هرات ولايتونو څخه ځانګړي ځواکونه ورغلي ترڅو د امنيت په برخه کې ورسره همکاري وکړي.
که څه هم وسلوالو طالبانو نه ده منلې، خو ناياب د کندهار-روزګان د امنيت په اړه وايي، چې تېره شپه يې د ترينکوټ ښار ختيځ کې د سرمرغام او سرشخلو په سيمه کې د دولت وسلوال مخالفين په هوايي بريدونو کې له منځه وړي دي.
همدراز ناياب وويل: د ترينکوټ-کندهار د لويې لارې د ۳۶ امنيتي پوستو د سقوط په اړه د کورنيو چارو وزارت يو لوړپوړی هيئت څېړنه او هڅه کوي ترڅو د ددغې لارې امنيت افغان ځواکونه بېرته په واک کې واخلي.
د ارزګان مرکز ترينکوټ کې له تېرو ۳ اونيو راورسته سختې نښتې وشوې، چې په جګړه کې ښکېل طرفونه يو بل ته د درنو تلفاتو وراړولو ادعاوې کوي.
د رسنیو له مخې ويل کېږي، چې وسلوال طالبان د ترينکوټ ښار په ۲ کيلو مترۍ کې پراته دي او وخت ناوخت په افغان امنيتي ځواکونو د درنو او سپکو وسلو په مټ جګړه کوي.



