دا په کومه خوا روان یاست؟!

شعر / راشد (۲۱ ذی الحجة ۱۴۳۷ه‍ شپه ۱۲ نيمې)

 

دا په کومه خوا روان یاست؟ ای زمونږ د چم مشرانو

امیرانو،   بادشاهانو،       عالمانو،               او پيرانو

 

دا په کومه خوا روان یاست؟ ها جهاد او تکبير څه شو

هر مجلس په کباب ګرم،  ها توپک او زنځير   څه  شو

 

ها خبرې ستا   واعظه!     ها فتوا     د        مولویانو

ها پنجکې    د پيرانو،        ها نقشې         د    نجارانو

ها جهاد،   جهاد نارې مو، ها پښې اېبله بهير څه  شو

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

نه دی    کفر    بدل     شوی،  نه ترې تللې امريکا ده

هماغه       زړه     دوستي ده،     هماغه   زړه بلا ده

 

هماغه د ارګ کونجونه، ټول ډک ښکاري له روسانو

له    خلقيانو    پرچميانو،     پرې  برسېره انګرېزانو

 

کومه نوې    وحيه راغله،    که ابليس  د مَلَک راز کې

هاغه زوړ قرآن بدل شو، که کارغه جامه د   باز کې

 

هديرې    هديرې     ډکې،     له     هغو چې   تا وژلې

صرف پدې    تور دې    نيولي،   چې کابل ته ولې تللي

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

زما مرۍ ده خپه شوې، سا     مې بنده    بنده کېږې

لاس مې رېږدې له غوسې نه، د شپېلۍ   غاړه وچېږي

 

که دا لږ غږ مې در تېر سو،   له دې بندو   دربڅو نه

له دې لرې، لرې زړونو،     د دې وخت   له پنجرو نه

 

راځه بېرته     زما خوا ته ، د    زاړه هجرت تم ځای ته

که دا نکېږي، نو پورته، شه     سنګر ته زاړه سرای ته

 

څوک له لوږې نه مړه کېږي، له   زمرو سره يو ځای شه

د شپانه رمه ترې واخله، خیر، شپونکی په لار د خدای شه

 

ټول تاريخ به په امان وي، هم راضي به پاک سبحان وي

چې     د تا     په لاره لاړ شي   ، د هغو به  کور ودان وي

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

که را دُرُومې نه، ور درومې، بيا لږ تم شه زما وېش  راکړه

صرف په خپل نامه کافر شه، زما تحريک تنظيم ته شا کړه

 

دې تنظيم کې شهيدان شته، دې تحريک کې   فدايان شته

دا نومونه     شاته پرېږده،     د دې    کار ساتندويان شته

 

خدای دې بيا هم لار کې پوه کړه چې را تاو شې  له دې عاره

مجاهد شه مسلمان شه، خدای دې مه     باسه له ښاره

 

مربوطه مطالب

One Comment

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button