روسي پوځيان د ګډو تمرينونو لپاره پاکستان ته تللي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵تله ۲) الماس خدرخېل
دا لومړی ځل دی، چې يوه ډله روسي پوځيان پاکستان ته زي او هلته د پاکستاني ځواکونو سره په ګډه پوځي تمرينونه کوي.
د پاکستاني پوځ د مطبوعاتي څانګې مشر عاصم باجوه نن د جمعې په ورځ په خپله ټوېټر پاڼه ليکلي: “د روسیې د ځمکنيو پوځيانو دا ډله به په پاکستان کې دوه اوونۍ پاتې شي او له پاکستانيو پوځيانو سره به په ګډ پوځي تمريناتو کې برخه واخلي.”
باجوه په خپل ټوېټر د روسي پوځيانو د تصويرونو په خپرولو سره ويلي، چې په دې تمرینونو کې د دواړو هیوادونو نږدې ۲۰۰ پوځیان برخه لري. چې د سپتمبر له ۲۴ پېلیږي او د اکتوبر پر ۱۰ به پای ته رسیږي.
د پاکستان او روسيې دغه ګډ پوځي تمرينونه د دواړو هېوادونو د دفاعي همکارۍ د زياتولو لپاره کېږي.
د هند تر ولکې لاندې کشمير کې د هندي ځواکونو پر يوه کيمپ تر بريد وروسته، داسې راپورنه خپرېدل چې روسيې له پاکستان سره ګډ تمرينونه لغوه کړي، خو وروسته په روسيه کې د پاکستان سفير قاضي خليل الله له پاکستاني رسنيو سره په خبرو کې وويل: چې د دواړو هېوادونو ګډ پوځي تمرينات به په ټاکلي وخت په پاکستان کې ترسره شي.
د يادونې ده، چې د هند او پاکستان اړيکې په هندي کشمير کې پر پوځي کيمپ د وسلوالو تر بريد وروسته ترينګلې شوي دي.



