د روژې مسایل ( شلمه برخه)

لیکوال : م، نجم الرحمن (فضلي)
په دې خبره هم ځان پوهول پکار دي چې دا مسئله د مشک، ګلاب او د نورو خوشبو په بويولو نشي قياس کيدلای، ځکه محض د خوشبودار دود قصداً ستوني ته په تيرولو کې چې کوم فرق دی هغه ټول ښه پيژني، همدارنګه د چلم په دود سره هم روژه له منځه ځي، ځکه چې هغه قصداً کشکولی شي او په هغه سره نفس ته تسکين ورکول کيږي، او زياتره وخت د دواء په ډول استعماليږي.
که کوم روژه دار کس د جنابت په حالت کې سهار راپورته شي نو د هغه روژه نه فاسديږي، ولو که ټوله ورځ يا تر څو ورځو پورې په همدې ډول (د جنابت په حالت کې) و اوسي او د پاکوالي غسل ونکړي، البته د نجس ګرځيدو او د لمانځه او بل څه نکولو له امله له ثواب محرومه کيږي.
او که چيرته کوم کس د خپل مخصوص اندام په سوري کې دواء يا تيل يا وغيره واچوي، يا همدارنګه سلائي يا بل شی داخل کړي اګر که همدغه شی تر مثانې پورې ورسيږي د حضرت امام ابو حنيفة رحمه الله او حضرت امام محمد رحمه الله د قول مطابق روژه نه فاسديږي، ځکه چې مثانه نه يوازې دا چې له جوف (خيټې) څخه د باندې ده، بلکې له مثانې څخه لاندې لور ته ليار نشته، له همدې امله متيازې هم څاڅکی څاڅکی ووزي، البته د امام ابو يوسف رحمه الله په نزد په پورته ذکر شوي صورت کې روژه له منځه ځي، هو ! که چيرته همدغه شی تر مثانې پورې ونه رشيږي بلکې د مخصوص اندام تر اندروني نالۍ پورې محدوده و اوسي نو د دريواړو حضراتو په نزد روژه فاسديږي.
همدارنګه که يو کس په اوبو کې کيني او د هغه په غوږ کې اوبه ولاړې شي يا هغه په مالوچو سره خپل غوږ صفا کوي او په مالچو باندې د غوږ خيری ښکاره شي او بيا همغه مالوچ په غوږ کې داخل کړي او څو ځلې همداسې وکړي بيا هم روژه نه فاسديږي.
او که چيرته د يوه کس په پوزه کې له دماغ څخه راتلونکي بغلم راشي او هغه يې کش کړي يا يې تير کړي لکه څرنګه چې زياتره بې تميزه او کثيف الطبع خلک همداسې کوي نو روژه نه ماتيږي، او که د يو چا له خولې څخه لياړې راووزي او هغه قطع (پرې) شوې نه وي بلکې د تار په څير تر يوه ځايه رسيدلې وي او بيا همدغه لياړې پورته طرفته کش کړي او تيرې يې کړي نو روژه نه ماتيږي، هو ! که چيرته لياړې ځوړند نه وي، بلکې قطع شوې او غورځيدلې وي او بيا يې په خوله کې واچوي نو روژه ولاړه، په ډکه خوله د بلغمو په تيرولو سره د امام ابو يوسف رحمه الله په نزد روژه له منځه ځي، خو د امام ابو حنيفة رحمه الله په نزد په دې سره روژه له منځه نه ځي، د امام شافعي رحمه الله په نزد کله چې د بلغم يا بل شي په توکولو باندې قادر وي او د دې باوجود تير کړی شي نو روژه فاسديږي.
په بې اختياره قي کولو سره روژه نه فاسديږي، خواه قی که هر څومره وي، په ډکه خوله وي يا له دې څخه زيات وي، په همدې ډول صورت کې هم روژه نه فاسديږي، کله چې راتلونکی قی بې اختياره تر ستوني ښکته ولاړ شي خواه که هغه هر څومره وي، خو د امام ابو يوسف رحمه الله په نزد په همدې صورت کې روژه له منځه ځي، هو ! که چيرته قصداً تير کړی شي او په ډکه خوله وي نو د ټولو په نزد روژه له منځه ځي، البته کفاره نه لازميږي، او که چيرته په ډکه خوله نه وي نو روژه نه فاسديږي، او که چيرته کوم کس قصداً قی وکړي او په ډکه خوله وي نو په اتفاقي ډول مسئله دا ده چې روژه له منځه ځي، او که چيرته په ډکه خوله نه وه نو د امام ابو يوسف رحمه الله په نزد روژه نه فاسديږي او صحي دا ده، د حضرت امام محمد رحمه الله قول دا ده چې په ډکه خوله نه وي په همدې صورت کې هم روژه له منځه ځي، او کوم قی چې قصداً وکړی شي او په ډکه خوله نه وي او بې اختياره تر ستوني ښکته ولاړ شي نو روژه نه فاسديږي، قصداً په تيرولو کې يې دوه قولونه دي، صحي قول دا ده چې په همدې صورت کې هم روژه نه فاسديږي.
او که چيرته يو شی کوم چې د غذاء او وغيره له قسم څخه وي او په شپه کې د غاښونو په مينځ کې باقي پاتې شوی وي نو په ورځ کې د هغه په تيرولو سره روژه نه فاسديږي، خو په دې شرط چې هغه به د چڼې له مقدار څخه کم وي او له خولې څخه له را ويستلو وروسته به نه وي خوړل شوی، همدارنګه که د يو چا له غاښ څخه يا د خولې په دننه کې له کومې برخې څخه وينه راشي او په ستوني کې ولاړه شي نو روژه له منځه نه ځي، په دې شرط چې هغه به خيټې ته نه وي رسيدلې، يا دا چې خيټې ته رسيدلې وي خو له لياړو سره ګډه او له لياړو څخه کمه وي او خوند يې په ستوني کې محسوس شوی نه وي، او که چيرته وينه خيټې ته ورسيږي او هغه په لياړو باندې زياته وي يا له لياړو سره برابره وي نو روژه فاسديږي ([1]).
([1]) مظاهر حق جديد، ج : ۲، ص : ۳۰۵ – ۳۰۸.



