روزګان: د محلي پوليسو مشر نورمحمد په ګډون ۲۵ عسکر وژل شوي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵تله ۲) الماس خدرخېل

کابل ټکی کام ته طالبانو په يوه رالېږلې خبرپاڼه کې ويلي، چې د دوی پلويانو د روزګان مرکز ترينکوټ د چولنګر په سيمه کې د افغان امنيتي ځواکونو سره سخته جګړه کړې، چې په ترڅ کې يې ۲۵ دولتي سرتيري وژلي او ۷ تنه نور يې ژوندي نيولي دي.

په خبرپاڼه کې ويل شوي، چې په سيمه کې د محلي پوليسو لومړنی کس او مشر قومندان نورمحمد يې هم وژلی.

طالبان وايي په دې نښته کې يې د امنيتي ځواکونو ۳ شوبلې هم ويجاړې کړي دي.

د يادونې ده، چې په دې وروستيو کې د روزګان په مرکز کې د طالب وسلوالو او دولتي ځواکونو تر منځ جګړه بيا توده شوې ده.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button