چاپان: يوه امريکايي جنګي الوتکه نسکوره شوې

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵تله ۲) الماس خدرخېل

د جاپان د سمندري ځواکونو څانګې له خوا په خپره شوې اعلاميه کې ويل شوي، چې د امريکايي پوځ يوه جنګي الوتکه د دې هېواد په سمندر کې نسکوره شوې او ډوبه شوې ده.

په خبر کې ويل شوي، چې دوی پرون ناوخته د دې الوتکې د لوېدلو خبر ترلاسه کړ، خو د الوتکې د ډوبېدو دقيق ځای نه دی څرګند شوی.

په ورته وخت کې امريکايي چارواکو هم منلې چې د دوی د پوځ يوه  Mcdonnell douglas av-8b harrier ii جنګي الوتکه نسکوره شوې ده.

ويل کېږي، چې ياده الوتکه ۲۳ ميلونه ډالره بيه لري، چې د امريکايي سمندري او هوايي پوځونو له خوا کارول کېږي
د جاپان ټايمز د ورزپاڼې د رپوټ له مخې، چې د الوتکې د لټون چارې پیل شوي، چې په دې عملياتو کې چورلکې او د سواحلي پوځ ټيمونه شامل دي.

تر دې دمه د الوتکې د نسکورېدو لامل نه دی څرګند شوی.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button