حزب سوله وکړه؟!

قاري خالد
سوله ددوو متخاصمو جهتونو ترمنځ واقع کېږي او دوه مروَر او متخاصم جهتونه یو او بل ته ورغاړې وځي؛ زاړه زړه بداوي دورورولۍ په فضا کې له منځه وړي او ددوستانه تعلقاتو نوې او تازه ژمنې ترسره کېږي.
حزب د اشغال دپیل سره سم دمسلحانه مقاومت ږغ پورته کړ او دوروستي خارجي اشغالګر پوځي تر وتلو یې ددوام عزم ظاهر کړ
حکمتیار کناره سو او وخت ناوخته به یې له رسنیو سره له نامعلوم ځایونو مرکې کولې او خپل عهد به یې تازه کاوه.
دحزب ځینو افرادو ټوپک ته لاس کړ او مقاومت یې پیل کړ، په ورته وخت کې له پیله تر دې دمه دحزب رسمي دفاتر دهیواد دهر ولایت او ولسوالۍ په مراکزو کې فعال ول، شین بیرغ به پرې لګېدلای و او له شمشتو به ورته شبنامې او نور مطبوعات رارسېدل.
که څه هم په روان مقاومت کې دحزب برخه په وړو کې دمالګې پر اندازه وه، دحزب افرادي قوت په حکومت کې مدغم و او لیږ شمېر یې پر مسلح مقاومت لګیا ول
دهیواد په ځینو ساحو کې یې کله ناکله یو ډز ـ نیم کاوه مګر دداعش له ظهور سره سم، دحزب مسلح قوت دداعش برخه وګرځېده او حزب په مسلح طرف کې تش لاس پاته سو
حزب دخپل سیاسي شتون او ثبات لپاره له سولې پرته بله لاره نه درلوده، او سوله هم دحکمتیار دوجود لپاره وه
ټول حزب په نظام کې دخیل دی، په پارلمان او سنا مجلس کې څوکۍ لري، دوزیرانو په شوری کې غړي لري، د ارګ دننه دحکمتیارصاحب زومان حضور لري او ځامن یې په هیواد کې دهمدې نظام د اردو او پولیسو تر امنیت لاندې خوندي سفرونه کوي؛ ځکه وایو چې سوله نده شوې بلکې یو منزوی او دکاره لوېدلی جهت دبیا ځل لپاره دسولې پر نوم مطرح کړی سو او ولسمشر غني پرې خپله سیاسي تله درنه کړه.
پس له دې به دغني او عبدالله نوې رسه کشي شروع سي، امریکایان به نوې لوبې او پروګرامونه ترتیب کړي، دحکمتیارصاحب له وجوده به ګټې اخیستل کېږي، پر نوم به یې سیاسیون سیاستونه کوي، او د ولس پر زخمي بدن به نوې ـ نوې تجربې دوام ومومي
دحکمتیارصاحب دپیل خبرې دپای له کړنو سره یو سل اتیا درجې توپیر لري، اشغال هماغسې باقي دی، حکومت دهمهغو مفسدینو په ولکه کې دی، خارجي عساکر دلۍ ـ دلۍ موجود دي، د افغانستان اسمان دغربي الوتکو په کنټرول کې دی، هیڅ تغیر نسته، که تغیر راغلی هغه دحکمتیارصاحب په دریځ کې راغلی او حکمتیار دخپل سیاسي وجود دساتنې لپاره بله لاره نه درلودله
دا دحکمتیارصاحب دمجبورې ورځې دریځ دی، هغه خپل څنګونه لېدل چې خالي دي، خپل سنګرونه یې لېدل چې تس دي، خپل افراد یې لېدل چې دحزب دناسم او مجهول دریځ لامله، یو ـ یو له صفه وځي. څوک داعش ته درومي، څوک دطالب سره لاس یو کوي او څوک دڅوکیو او ډالرو پر خوند لګېدلي
که حزب دسولې ږغ نه وای پورته کړی کال وروسته به دحکمتیار نوم او سیاسي وجود دماضي کیسه وه
اوس چې حزب دسولې پر نوم سیاسي لوبه وکړه او مطمئن سول چې سیاسي وجود یې بقا وموندله؛ له حزبیانو مو غوښتنه داده چې دغرب دموخو لپاره دقربانۍ څاروي مه جوړېږئ، ددې وطن ناخوالو ته طوالت مه ورکوئ، ددې زخمي ولس پر زخمونه مالګې مه پاشئ بلکې کوښښ وکړئ چې نسبت و نورو ته یو څه سالم سیاست پر مخ یوسئ، دروانې جګړې اصل درک کړئ، دجګړې اصلي جهت ډاکتر غني ته جوَت کړئ، او زر تر زره د اشغالګرو دوتلو لپاره مهالوېش وټاکئ
والسلام علی من اتبع الهدی



