پروان: بګرام کې څلور امريکايي عسکر وژل شوي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵تله ۷) الماس خدرخېل

تېره شپه د پروان ولایت په بګرام ولسوالۍ کې د طالبانو د ماين په چاودنه کې څلور امریکايي عسکر وژل شوي دي.

دغه پېښه هغه مهال رامنځته شوه، چې امريکايي عسکر د بګرام په قلندرخېلو سيمه کې د طالبانو په يو ښښ کړل شوي ماين وربرابر شول.

طالبانو کابل ټکی کام ته په رالېږلې خبرپاڼه کې ويلي، چې امريکايي عسکر له سيمې نه د تېرېدلو په حال کې وه، چې چاودنه پرې وشوه.

خبرپاڼه کې راغلي، چې دوی د عمري عملياتو په جريان کې د امريکايي عسکرو ټانګ په مکمله توګه ويجاړ کړی او پکې سپاره عسکر يې له منځه وړي دي.

د يادونې ده، چې تېره ورځ هم د طالبانو په يوه چاودنه کې د کندهار ولايت په ډنډ ولسوالۍ کې ۶ تنه امريکايي عسکرو خپل ژوند له لاسه ورکړ.

د بهرنیانو کومې سرچينې تر اوسه د خپلو عسکرو د وژل کېدو په اړه رسنیو ته څه نه دي ويلي.

 

 

 

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button