دجولا جال

قاري خالد
زه نه پوهېږم چې ددې نظام پر کوم نقص وغږېږم، دکوم ـ کوم چارواکي په اړه تفحیص او څېړنه وکړم چې څوک، له کومه او دکوم کردار څښتن دی، ماضي یې څنګه ده، په حال کې لګیا دی څه کوي او مستقبل ته کومې ارادې لري.
دوطن هره لوَړه ـ جوَره، هر میدان او هره دښته زورواکانو او ټوپکمارانو غصب کړې، په هر ستر کاروبار او ستر مارکیټ کې شریکان دي، آن له وړو ـ وړو دوکاندارانو جبري او غیرقانوني تاجایانې او قلنګونه اخلي.
تېره ورځ دکابل بانک یو مامور کیسه کوله؛ وایي هغه اضافي پیسې چې کابل بانک ته دسوځولو لپاره بېرته راګرځي، له نیمایي زیاتې یې دبانک درئیس له لورې پر خپلو اقرباؤ ویشل کېږي.
دارګ مشر ټوله کورنۍ له هیواده بهر، د افغان ولس پر پیسو خپل هوسونه اشباع کوي، اجرائیه رئیس په ۱۲ سوه ډالره یوه جوړه جُرابې رانیسي، دپارلمان وکیلان دشرابو او قاچاقو پاخه کاروباریان دي، او وزیران دټولو تورو کارونو درأس خلک دي.
تښتونه، وژنه، لوټَوَنه، او شخصي زندانونه دجنرالانو او قومندانانو دژوند برخه ګرځېدلې، په پوستو کې لواطت، په محلونو کې زنا او نڅا، په دفاترو او پوهنتونو کې دښځینه مامورینو او محصلینو سره رغنده عشقبازیانې، هغه څه دي چې له دې وطنه ددین او غیرت دله منځه وړلو لپاره، په لوی لاس زمینه سازي سوي او کېږي
ددې خلکو دطالب او مجاهد سره دعناد عمده لامل دادی چې ددوی شخصي ګټې له منځه ځي، غیرمشروع کاروبارونه او اړیکي یې ټکنۍ کېږي، حق حقدار ته سپارل کېږي او هغه څه چې دوطن ارضي تمامیت، او ددین حاکمیت ته ترې ګواښ پېښیږي دسورخط لاندې راځي.
ددې نظام هر چارواکی په فساد او اختلاس ککړ دی، هر وزیر او وکیل دپیسو پر زور تر وزارته او پارلمانه رسېدلای او هر مدیر دوزیرانو او وکیلانو له کورونو طوافونه کوي ترڅو یې له دندې ایسته نکړي.
په داسې یو نظام کې چې له سره تر پایه په فساد او په قاچاق روږدي وي، دواک او پرېکړو مرکز یې خارجي سفارات وي، ټاکنې فوق العاده وي، اردو او پولیس یې له زورواکو ساتنې کوي؛ د ولس، دین او وطن دې خدای تعالی مل او مددګار سي.



