پاکستان د سارک غونډه وځنډوله

 (کابل ټکی کام ۱۳۹۵ تله ۸) زرغون خوږیاڼی

وروسته له هغه چې د سارک غونډې هیوادونو په اسلام اباد کې د سارک کیدونکي غونډې کې د ګډون نه کولو اعلان وکړ، پاکستان د سارک غونډه وځنډوله.

 افغانستان، هند، بنګله‎دیش، بوټان، نیپال، مالدیف او سریلنکا د جنوبي اسیا سیمه ایزې همکارۍ سازمان سارک غړي دي، چې مشري یې د نیپال په غاړه ده.

پاکستاني رسنۍ په بهرنیو چارو وزیر سرتاج عزیز د صدراعظم له قوله ویلي دي، چې په نیپال کې د سارک د سازمان مشرتابه نیپال په اسلام اباد کې د دغه سازمان کیدونکې غونډه ځنډولې ده.

د سرتاج عزیز په وینا، نیپالي چارواکو په دې اړه دوی ته ویلي دي او دوی د سرمشریزې غونډې ځنډولو پرېکړه کړې.

افغان حکومت ویلي، چې پاکستان د افغانستان سره یو لړ عمده ستونزې رالاړې کړي او تر څو چې پاکستان دغې ستونزو ته دپای ټکی کښينږدي، افغانستان به د سارک په غونډه کې ګډون ونکړي.

 همدارنګه د هند د بهرنیو چار وزارت په خپله ویبپاڼه لیکلي وو، چې سیمه ییزه همکاري او افراطیت په یو ځای نه شي سره راتللی، ځکه نوی ډېلی د اسلام اباد غونډه کې ګډون نه کوي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button