د اچین یتیمه

رفیع الله اتل

راځه غمونه پر زړه پټ وساته

سـوي اهونه پر زړه پټ وساته

 

دلته د غم باران څاڅوکي اوري

اوښکي رودونه پر زړه پټ وساته

 

یتیمه! هیچاء تـسلي در نه کړل

د پلار نازونه پر زړه پټ وساته

 

کونډه، او بوره مور تنها په ویر ده

د درد زخمونه پر زړه پټ وساته

 

دلته زخمي ته درملنه څوک کړي؟

د زړه حـالـونه پر زړه پټ وساته

 

اچین د غم د ځانګو ښکار وګرځېد

د غــم ټـالـونه پر زړه پټ وساته

 

منډی،بالونه یې ټول پوره وشمارل

خـو مات هـډونه پر زړه  پـټ وساته

 

اتل اچین په زړه داغلی جوړ کړم

د غم خیالونه پر زړه پټ وساته

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button