لغمان: د طالبانو او دولتي ځواکونو تر منځ نښتې شوي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵ تله ۸) زرغون خوږیاڼی
تېره شپه د لغمان ولایت په عليشنګ ولسوالۍ کې وسله والو طالبانو د محلي پولیسو په یوه پوسته برید کړی، چې دواړه خواوې یو بل ته د تلفاتو اړولو خبر ورکوي.
د لغمان د والي ویاند سرحدي ځواک رسنیو ته ویلي، چې تیره شپه د عليشنګ ولسوالۍ اړوند د زرکمر په سیمه کې وسله والو طالبانو د محلي پولیسو په یوه پوسته برید کړی، چې په کې ۱۰ طالبان وژل شوي دي.
سرحدي ځواک زیاته کړې چې په دې جګړه کې ۱ محلي پولیس وژل شوی او ۶ نور ټپیان شوي دي.
طالبانو د یاد برید مسوولیت منلی او ویلي يې دي، چې تیره شپه ۱۲ بجې ددوی ځواکونو د علیشنګ ولسوالۍ اړوند د ګونپال دره کې د اربکیانو په یوه پوسته برید کړی، چې پوسته یې په بشپړه توګه نیولې ده.
طالب ویاند ذبیح الله مجاهد په خبر کې زیاتوي چې په دې برید کې ۲ اربکیان وژل شوي او ۴ نور ټپیان دي، دوی د ۱ اربکي د ژوندي نیولو خبر هم ورکوي.
طالب ویاند وايي، چې په دې پوسته کې یې ۳ میله کلاشینکوفونه، ۱میل پیکاماشیندار، ۱ راکټ اویو شمیر نور نظامي توکي نیولي دي.
مجاهد ويلي، چې په دې جګړه کې ددوی ۳ سرتیري سر سري ټپیان شوي دي.



