غزني: په ترافیکي پیښه کې ۱۴ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵ تله ۸) زرغون خوږیاڼی
نن له غرمې وروسته د کابل ـ کندهار پر لویه لاره د غزني ولایت د مقر ولسوالۍ اړوند د بازو کلي په سیمه کې ۳۰۳بس موټر له یو سراچه موټر سره ټکر کړی، چې په کې ۶ تنه وژل شوي او ۸ نور ټپیان شول.
د غزني د ولايتي روغتون رييس ډاکتر بازمحمد همت ياده پېښه تاييد کړې، هغه وويل چې په وژل شوو کې ۳ ماشومان دي او په ټپيانو کې هم ۳ ماشومان او يوه مېرمنه شامله ده.
د باز محمد همت د معلوماتو له مخې، ټپيان او وژل سوي ټول د سراچې موټر سپرلۍ دي او د يوې کورنۍ غړي دي، چې د ۲ تنو روغتیايي وضعیت نازک ښودل شوی دی.
په سیمه کې عیني شاهدانو رسنیو ته ویلي دي، سراچه موټر په خپل لاس ران و چې د ۳۰۳ بس موټر په تیزۍ سره سراچه موټر وواهه.



