خبريالانو ته د معلوماتو د لاس رسي ستونزمن کال

م خاموش
تيره ورځ د اطلاعاتو او کلتور وزارت لخوا مطبوعاتو ته د لاس رسي نړيوالې ورځې په مناسبت يوه غونډه جوړه شوې وه چې پکې د هیواد خبريالانو او ليکوالانو نه علاوه د اطلاعات او کلتور وزارت يو شمير مسئولينو هم برخه اخستې وه.
پدې غونډه کې د کلتوروزارت د چارواکو ترڅنګ د يوشمير رسنيو مسئولو مديرانو او ژورنالستانو ويناوي وکړې، چې سږنی کال یې د مطبوعاتو په اړه د لاس ته راوړنو کال ياد کړ؛ خو دا يې ونه ويل چې خبريالانو ته کومې ستونزې په مخ کې پرتې دي چې دوی په ازادانه توګه خپل راپورونه، نه شي ترلاسه کولای.
ددې غونډې يوه ورځ وروسته د ازادو رسنيو د ملاتړ(نى) ادارې مسئولينو وويل: سږ کال په هېواد کې معلوماتو ته د لاس رسي په برخه کې پر خبریالانو ډېر محدویتونه لګول شوي دي او هم د ډول ډول ستونزوسره مخ شوي دي.
مطبوعات يواځینۍ وسيله ده چې ظلم څخه پرده پورته کوي او يا د مظلوم غږ د عدالت په موخه واکمنو ته رسولای شي.
د نې ادارې مشر خلوتګر وويل: په روان زیږدیز کال کې د خبریالانو پر وړاندې د زور زیاتي ۵۸ پېښې ثبت شوي، چې زیاتې یې په چارواکو او زورواکو پورې اړوندې دي.
د اطلاعات او کلتور وزارت روان کال د مطبوعاتو په اړه د لاس ته راوړنو کال بولي؛ خو دا ورته نه ده څرګنده چې په روان کال کې خبريالان د کومو ستونزوسره مخ دي او ستونزې ورته د راپور په ترلاسه کولو کې چا راولاړې کړي دي؟
د ني ادارې د معلوماتو له مخې په ۷۲ سلنه خبریالانو هغه مهال محدودیتونه وضعه شوي، چې دوی د معلوماتوغوښتنه کړې، ني ادارې په تېرو ۷ کلونو کې د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالو ۵۷۵ قضیې ثبت کړي، چې ۱۹۰ پېښې معلوماتو ته د لاس رسي په برخه کې دي.
دا مهال په افغانستان کې مطبوعات له يوه سخت او بدحالت سره مخ دي، دولتي چارواکي او غير دولتي زرواکي نه غواړي د دوی د اصلي څيرې په څرګندولو سره مطبوعات خپل رسالت سر ته ورسوي، چې په هيواد کې به د روان بدحالت له امله امکان لري د نورو تړل شویو رسنيو په څير ډيری رسنۍ وتړل شي.



