دجگړې نغاره چيان

س ، سيرت
ددويمې نړيوالې جگړې وروسته په ١٩٤١ م نازيانو دپخواني شوروي اتحاد نيولو ته ملا وتړله داروپايي ټولنې سره چې په رسمي توگه اعلان شوى نه وه دخطر احساس ورسره پيدا شو امريکا او انگليستان دواړو هېوادونو غوښتل پر نورو هېوادونو يرغل وکړي خو خپله ځان له پردي يرغل څخه وساتي په همدې غرض چرچل ارزلت يو دبل سره ملاتړ اعلان کړ . په لومړى سر کې چې امريکا او انگلستان دانتلانتيک دپيمان دجوړيدو وينا وکړه يو شمير نورو هېوادونو هم غوښتل چې پدې پيمان کې ځانونه شامل کړي .
جرمني چې دامريکا پر خلاف د پخوانۍ کرکې او نفرت له مخې چې دهيروشيما له پېښې وروسته يې لرله دجنگ اعلان وکړ چرچل او اروزلت سره يو شول په مقابل کې امريکا د جرمني په خلاف دنغارې په ډنګولو کې انګلستان له ځانه سره ملگرى کړ .
په همدې مهال د امريکا په مشرۍ شلو هېوادونو په واشنگټن کې غونډه وکړه او ديو تړون له مخې چې ملگري ملتونو ورته ويل کيږي په ١٩٤٢ دجنوري په لومړۍ نيټه موافقه وکړه د انتلاتيک سازمان ناټو پريکړه وکړه چې پر غړي هرهېواد بريد وکړل شو دا بريد به پر ټولو هېوادونو بريد وي او او بايد په گډه سره يې دفاع وکړل شي .
د واشنگټن په غونډه کې چې د ملگرو ملتونو جوړښت پکې وشو دا پريکړه هم وشوه چې دغړو هېوادونو پر معنوي ، سياسي ، مذهبي او فرهنگي برخو يرغل ته به په يو غږ ځواب ووايو .
په ١٩٤٣ دنوامبر په لومړۍ نيټه په مسکو کې انگليستان ، پخواني شوروي اتحاد ، امريکا ، چين ترمنځ دامنيت ساتلو وينا وشوه دريمه غونډه بيا په واشنگټن کې په ١٩٤٤ کې وشوه .
وروسته په ١٩٤٥ ميلادي کال روزلت چرچل او سټالين دکريميا په غونډه کې دامنيت دشورا جوړولو رسمي پيشنهاد وکړ چې په اړه يې په فرانسکو او کالفورنيا کې سيمنارونه هم جو کړل چې په باالا په ١٩٤٥ دجون په ٢٦ نيټه دملګرو ملتونو فرمان لاس ليک شو چې دهمدې کال داکتوبر دمياشتې په ٢٤ مه په رسمي توگه دملگرو ملتونو نوم ونومول شو چې افغانستان يو کال وروسته دملگرو ملتونو غړي هېواد شو په دې ټولو غونډو کې دا پريکړه وشوه چې دهر هېواد چې دناټو په سازمان کې غړيتوب ولري ددې هېوادونو اقتصاد ، سياست ، فرهنگ ، ارضي تماميت ، کلتور او مذهبى روايات به خوندي وي که بل کوم هېواد پرې يرغل کاوه ټول به يې ځواب وايو په افسوس بايد ووايو دکوم هدف دساتلو دپاره چې د ملگرو ملتونو د امنيت شورا جوړه شوې وه ملگرو ملتونو چې په سر کې يې امريکاده دافغانستان پرخلاف يې دجنگ نغاره وډنگوله خوبياهم دافسوس ځاى دادى د ملگرو ملتونو دسازمان غړو هېوادونو ترڅنگ دافغانستان پر خلاف ديرغل پر په نغاره کې دسيمې هېوادونه هم شريک شول
دغوهېوادونو چې افغانستان ترې د دوستۍ تمه درلوده ديرغل اوجگړې نغاره چيان شول
امريکاهېڅ وخت په يوازې ځان پرافغانستان جگړه او يرغل نه شو کولاى اونه يې ديرغل او جگړه نغاره ډنگولاى شوه خودجگړې نورونغاره چيانو چې چاورسره په يرغل کې پوځونه شريک کړل او چا ورته ديرغل او جگړې زمينه برابره کړه او ټولو په گډه سره پرافغانستان نغارې ته لاسونه واچول
افغانان بايد په وار واردمارانو په ديارانه کې باور ونه کړئ سياسي خپلواکي ترلاسه کړئ اود جگړې دنغاره چيانو پرخلاف سره يوموټى شئ او دتل لپاره په افغانستان کې دجگړې د نغاره چيانولاسونه لنډ کړئ



