د افغانانو دښمن امریکا ده او که پاکستان؟

ابوسعید افغان

که د افغانستان تاریخ ته ځیر شو او د افغاني الاصله وګړو تاریخ مطالعه کړو افغانان د بل هر مسلمان، هیواد په پرتله د کفارو لپاره یو ستر سرخوږی او مقابل واقع شوي او هر چا چې یرغل پرې راوړی هغوی په خپلو کړنو پښیمانه او سر ټیټي تري ستون شوي.

هیڅ د نړۍ زبرځواک خپل شوم هدف ته نه دي رسیدلي حال دا چې د امریکایانو د یرغل او اشغال په څیر ډیریو اشغالګرانو په افغانستان خپل زور ازمایلي دی.
دا ځکه چې د افغانانو ذهنونه د مطلق لا دینه خلکو په مقابل کې داسې جوړ شوی، چې یو ځل به څوک کافر ورته معرفي شو هغه به یې د خپل دین، مذهب، کلتور، ناموس او وطن دښمن ګاڼه.
او د داسې چا چې هغوی به یې په وطن  یرغل کول د هغوی مقابله به یې پر ځان لازم او فرض ګڼله او د سپیڅلی جهاد په وسیله یې د هر یرغلګر په مقابل کې خپله مبارزه په مخ بیوله. د هغو علماؤ روحانینو خبرې به یې په غور اوریدلې او د هغو قیادت به یی منلو چا چی به دغه مبارزه پر مخ بېوله!
خو اوس که خواله رسنیو ته ځیر شو او ټوله میډیا وڅارو قیصه بل ډول تعبیریږي.
امریکا او متحدینو یې چې کله په افغانستان یرغل راووړ هغوی له تیرو یرغلونو ډیر څه زده کړل.
هغه دا چې دوی وپتېیله چې د افغانانو دا مفکوره(چی کافر زمونږ دښمن دی) باید بدله او بل دښمن ور معریفي کړو او د هغوی ذهن سازي وکړو تر څو یې د ځان په مقابل کې په بله د ښمنۍ ککړ کړو او ځان یو دوست هیواد ور معریفې کړو چې مونږ ترې هیر او هغه د ځان لپاره ګواښ وګڼي.
هغه څه چی امریکا غوښتل تر ډیره حده رسنیو هغه کار ورته وکړ.
هغه داچې د ځان پر ځای یې د پاکستان هیواد افغاني وګړو ته معریفي کړ. دا موضوع دومره رسنیز ده چې اوس د هیچ چا مفکوره بل طرف ته نه اوړي.
را به شو پاکستان هیواد ته !
زه دا نه وایم چې د افغانستان په جګړه کې به خپلي ګټي نه لري هو! لري یې.
البته خو پاکستان د افغانستان لپاره دومره ګواښ نه دی لکه امریکا او متحدین یې، ځکه هغوی زمونږ دین، کلتور، اسلامې ارزښتونه او حتی قرآن مو له منځه وړی او پاکستان به د ډیورنډ پو له مد نظر ګڼي.
خو نن چې له هر افغاني وګړی پوښتنه وکړئ چې دښمن دې څوک دی؟
هغوی به د رسنیو له برکته ۶۰ سلنه دا ځواب درکوي، چی زمونږ د ښمن پاکستان دی.
د طالب سپیڅلې مبارزه یې هم د ډیرو په اند تر سوال لاندې را وستې، حال دا چې څوک چې د خپل هیواد دفاع کوي او له یرغلګر دښمن سره په جګړه بوخت وي هغه د همغه وطن اتل او میړنی مدافع بلل کیږی. دوی ناپوهان همدغه اتلولي په بل پلوري او دغه مډال پنجابي ته ورکوي. هغه که په دې مډال پوهیدلای هغوی هم باید انکار ترې نه وای کړی.
مخته مو چې مقتدا وو او د مبارزې لپاره به آمیر و، هغه به عالم وو، خو نن هغه د هشتګر او تروریست په نومونو یادیږی.
نن چی هغه عالم د قرآن په حواله هر څه ورته ووایي، دوی ورته وایي نه منم ! پلانۍ راډیو داسې ویل.
نو خبره د چا ومنو؟
رازئ افغانانو د رسنیو په ځای د قرآن او د رحمن خبر تعقیب کړو او خپل دښمن وپیژنو،  تر څو مو تاریخ داغدار نشي

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button