د اخوان میراث خواره ولې دکفر لمنې ته ولوېدل؟!

قاري خالد

کیسه کا چې کوم هلک په خیرات کې دزیاتو وریژو خوړلو له امله، ملګرو له دواړو مټو نیولای او کور ته یې رسولای

پلار یې دځوی ملګري پوښتلي چې پر دې هلک څه سوي؟

دځوی ملګرو یې ورته ځوابیه ویلي چې هلک په خیرات کې وریژې زیاتې خوړلي، تللای نسو، موږ له مټو ونیو او درته رامووست. پلار یې له پښې چپلکه کاږلې او دځوی څټ ته یې بنده کړې

خلکو ږغ پر کړی چې خیر مه یې وهه، دبېچاره به وریژې خوښیږي، څه ګناه خو یې نده کړې

دهلک پلار ورغبرګه کړې؛ ځکه یې وهم چې ماته ندی تللی، زه به چې خیراته ته ولاړم، دومره خوراک به مې وکړ چې دخیرات له ځایه به کلیوالو په لاس ګاډۍ کې کور ته راوړم.

خبره مې دا کوله چې زموږ دوطن اخوانیان په اخوانیت کې اصلي اخوانیانو ته ندي تللي؛ سیدقطب رحمه الله چې کله دار ته خوت، یو ملا ورته وویل چې کلمه طیبه ووایه چې ددار رسۍ کش کاږو

قطب رحمه الله ورته موسک سوی او ورته یې ویلي؛ ته په کلمه طیبه رزق ګټې او زه پرې دار ته خېږوَل کېږم.

هلته د اخوانیزم سرلاری دهغه نظام پر مخالفت، کوم چې تر شاه غیرمستقیم دطاغوت ملاتړ لري، تر داره ځان رسوي او دلته د اخوانیزم دعوېداران پر هغه طاغوتي نظام ورګډیږي کوم چې نېغ پر نېغه دصلیب له خېټې زوکړه کړې او درأس خلکو یې په کلیساؤ کې زده کړې کړي.

په دین رزق ګټل او چوکۍ ته ځان رسوَل، نه د اسلافو تقلید دی او نه ایمان، بلکې دطاغوت پر وړاندې په دین ننګ کول، له دینه سر ځاروَل، اباد کورونه پرېښودل او ځان تر داره رسوَل د اسلافو تقلید او د ایمان تقاضا ده.

دا خلک چې ددین او اخوانیت له نومه پر استفاده واک ته رسېدل غواړي؛ دوی د اخوانیت سرلارو ته پر کومو سترګو ګوري؟ دوی هغو شهیدانو ته کوم نوم ورکوي کوم چې ددوی په توندو او تېزو شعارونو خطا وتلي او دطاغوت په باروتو لولپه سوي؟

دوی هغو یتیمانو ته کوم ځواب او توجیه لري چې پلرونه یې ورته، کلونه ـ کلونه ددې نظام پر ضد وجنګوَل؟ آیا دهغوی ارمان دحزب لپاره دچوکۍ حصول و؟ آیا دهغوی هدف دین و که ګلبدین؟

که ددین لپاره یې جنګوَل؛ دوی کوم دین وګاټه؟ که دګلبدین لپاره یې جنګوَل، بچیانو ته به یې ځواب څوک ووایي؟

افسوس دداسې مشرانو پر حال چې دشهید پر وینو او دیتیم پر اوښکو خپل محلونه رُڼا ساتل غواړي.

په خدای قسم دجهاد لاره سپېڅلې ده او هغه څوک چې له دې سپېڅلې لارې څخه ناسپېڅلي اهداف لاس ته راوړل غواړي، ذلت به یې برخه وي

هغه سیاف چې کلونه وړاندې یې دطایف په مؤتمر کې دنړۍ سربراهان د ‘وامعتصماه’ په کریکه وژړوَل، هدف یې له سپېڅلې لارې دناپاکه اهدافو حصول و، دکفر غېږ ته پر غورځېدا خدای عزوجل ډېر ژر رسوا او ذلیل کړ، رباني چې په علم کې پر ټولو لیډرانو بالا و، رسوا او ذلیل دخدای جلجلاله دربار ته ورغۍ

مجددي او ګیلاني پر سپېنو ژیرو دملالۍ او سیلۍ پیغورونو ته ټیټ سر سول او وروسته پاتې ګلبدین هم په شرمېدلي نظام ورګډ سو

ددوی نیتونه خیرن ول، ددوی هدفونه خچن ول، ددوی مرام اسلام نه و، ددوی قیام د ایمان قیام نه و، ځکه شیطان تېرباسل په سبب دهغو عملونو کوم چې دوی کړي ول.

دوفا لارویان دې وار نه خطا کوي؛ جهاد به تر قیامته جاري وي، او یوه ډله پاک نفسَ او سپېڅلي وګړي به دطاغوت پر خلاف په سپېڅلې مبارزه لګیا وي

ځیني خلک به یې صف ته داخلیږي او ځینې به ترې خارجیږي؛ هغه چې نیتونه یې صاف وي الله به شهادت او فتح ورکوي، او هغه چې نیتونه یې خچن او خیرن وي، الله به یې ژر تر ژره له دې پاک صف او سپېڅلې لارې څخه جلا کوي.

دلته د اخوان میراثخواره د اخوان پر نوم رزق پیدا کوي، د اخوان پر نوم څوکیو ته ځانونه رسوي او د اخوان له نومه پر استفاده دپاک مسلمانانو پر پاکو احساساتو لوبې کوي، ځکه خدای عزوجل سزا ورکړه او یو پر بل پسې یې دطاغوت لمنې ته وغورځوَل.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button