فراه: بالابلوک کې د بهرنيانو په هوايي بريد کې ۵ کمانډويي عسکر وژل شوي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵تله ۱۰) الماس خدرخېل

د فراه  ولایت سيمه ييزو  چارواکو رسنيو ته ویلي، چې د دغه ولايت بالابلوک ولسوالۍ په کنسک سيمه کې تېره شپه پر کمانډو ځواکونو هوايي بريد شوی.

د يادې ولسوالۍ ولسوال ملاسيدمحمد ازادۍ راډيو تائيد کړه، چې په کنسک سيمه کې په افغان کمانډو ځواکونو هوايي بريد شوی خو د مرګ ژوبلې په اړه يې مالومات ورنکړل.

ولسوال زياته کړه، د بهرنيو ځواکونو هوايي بريد هغه مهال رامنځته شو، چې کمانډو ځواکونو غوښتل د دولت پر  وسلوالو مخالفينو يو غلچکی بريد ترسره کړي.

د ظفر قول اردو مسوولین پيښه تائيدوي او وايي چې تېره شپه د بالابلوک ولسوالۍ اړوند د کنسک په سیمه کې بهرنیو عسکرو د افغان کمانډویانو پر پوسته بمبار کړی، چې ۵ کمانډويي عسکر او یو پولیس وژل شوي، دوی وايي چې ۵ کمانډویان ټپیان شوي دي، چې د ټپيانو حالت ښه نه دی.

يوې امنيتي سرچينې ويلي، چې پر کمانډو ځواکونو دغه بريد کې ۵ تنه کمانډويان وژل شوي او يو شمير نور يې ټپيان دي.

دا لومړی ځل نه دی، چې په حکومتي سرتيرو د بهرنيانو هوايي بريدونه کېږي، تر دې وړاندې په ارزګان ولایت کې په ملي اردو د بهرنيانو په هوايي بريد کې ۸ پوليس ووژل شول.

همداراز درې ورزې وړاندې هم د بهرنيو ځواکونو هوايي بريدچې د ننګرهار په اچين ولسوالۍ د يو حاجي په کور ترسره شو،  پکې لسګونه تنه ولسي خلک ووژل شول او يو شمير نور يې ټپيان شول.

تر اوسه بهرنیو ځواکونو په دې اړه څه نه دي ویلي.

 

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button