په اتڼ مې ورته ځكه د سارا د رمو شپون كړ-غزل

ناګار
د سپين غره د زركو شور مې ګډ شپېلۍ كې د پاڅون كړ
په اتڼ مې ورته ځكه د سارا د رمو شپون كړ
چې لوړ توغ د انقلاب شو د ملالې زخمي لاس كې
ما د ژوند هره ټپه كې ستا ميوند- ميوند مضمون كړ
د ويښتيا بهير كه هر څو وي د كوچ كډې تړلې
مرور كاروان مې بېرته دروه سيمو ته راستون كړ
د پېړۍ طلسمه! مات يې، كه دې خوب په امت راووست
شاته وګوره عكسونه چا ناره- ناره ژوندون كړ
څو زګيروي د شومه دم وو، له زخمي زړه راختلي
بلالي بانګ ته چې تال شول، يوه چغه يې سباوون كړ
د ښكلاوو كوثر غواړي، جنګ وهلي زړو نه تږي
تا په هرې چينې ولې شيرنۍ جوړ بيستون كړ
د وږمو د جوپو نيسه اوس مهار لاس كې ناګاره!
پريشاني په ګلو راشي تا چې خور ورته زنګون كړ



