دايکندي: طالبانو ته ۷۳ سرتيري د وسلو سره تسليم شوي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵تله ۱۰) الماس خدرخېل
له تېرو درې اونيو راهيسې د دايکندي ولايت ګيزاب ولسوالۍ کې وسلوالو طالبانو ته ۷۳ عسکر، پوليس او اربکيان تسليم شوي دي.
طالبانو کابل ټکی کام ته په يوه رالېږلې خبرپاڼه کې ويلي، چي دغه عسکر د حقائقو په درک کولو له طالبانو سره یوځای شوي دي.
په خبرپاڼه کې د ۷۳ تنه دولتي سرتيرو يو نوملړ هم خپور شوی، چې پکې د تسليم شوو عسکرو نوم-پلارنوم، کلی او ورته تسليم شوې اسلحې يادونه هم شوې ده.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې يادو تسليم شوو سرتيرو ۴۸ ميله ټوپکونه، ۴ ثقيلان، ۴۸ له مرميو ډکې چانټې او يو شمير نور مهمات هم له ځان سره طالبانو ته وروړي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو څه موده وړاندې پر دولتي سرتيرو او کارکوونکو د دندو پرېښودو غږکړی وو.
تر دې دمه ولایتي چارواکو په دې اړه څه نه دي ويلي.
د يادونې ده، چې د طالبانود بریدونو له ډېرېدلو سره د امنیتي ځواکونو له لیکو څخه د عسکرو تېښته او طالبانو ته تسلیمي زیاته شوې ده.



