روسيې د جګړې لپاره سوريې ته نورې الوتکې استولي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵تله ۱۰) الماس خدرخېل

د سرچينو له قوله روسيې يو شمېر جنګي الوتکې سوريې ته استولي، ويل کېږي په دې الوتکو کې سوخو ۲۴ او سوخو ۳۴ ډوله جنګي الوتکې شاملې دي، چې د سوريې نظامي اډې ته رسېدلي دي.

ايزوستيا ورځپاڼې د روسي چارواکو له قوله ليکلي، چې يادې الوتکې به په سوريه کې د داعش وسلوالو پر ضد جګړه کې برخه واخلي.

په ورته وخت کې ځينې روسي چارواکو دغه هېواد ته د جنګي الوتکو لېږل د امريکا له لوري د شوي اوربند څخه سرغړونه بولي.

بل پلو امريکا او متحدينو يې په حلب ښار د روسي الوتکو بمباري يو جنايت بللی او د بندېدو غوښتنه يې کړې ده.

بايد وویل شي، چې په سوريه کې د بشارالاسد له حکومته روسي ځواکونه ملاتړ کوي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button