پکتيکا: انګور اډه کې دروازه تر نړېدو وروسته پرانستل شوه

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵تله ۱۰) الماس خدرخېل

تېره ورځ د پکتيکا برمل ولسوالۍ کې يو شمېر اوسېدونکو د دغه ولايت د انګور اډې تاسيسات چې د پاکستان له لوري جوړ شوي وو وران کړل شول.

د برمل يو قومي مشر رسنيو ته وويل، چې د يادې ولسوالۍ سلګونه کسانو د دغې تاسیساتو پر خلاف لاريونونه وکړل او وروسته يې دغه تاسيسات ونړول.

هغه زياته کړه:  ((موږ دا تاسیسات له دې کبله وران کړل چې د افغانستان پر خاوره جوړ شوي وو او  پاکستان غوښتل چې دغه دروازه د خپل ځان لپاره د یوه تاریخي ثبوت په توګه جوړه کړي)).

د برمل يو اوسېدونکي اسدالله پژواک اژانس ته وويل: چې د دغې دروازې له کبله دوه قومي ورونه له یوه بله بېل شوي وو چې اوس د دغې دروازې په ورانېدو سره بېرته یوځای شول.

د ولسوالۍ د اوسېدنکو په وينا: د سيمې اوسېدونکي به نور پاکستاني ځواکونو ته د دې اجازه ورنکړي چې د افغانستان پر خاوره نظامي تاسيسات جوړ کړي.

نن د دروازې تر نړېدو وروسته دغه لاره د ترافيکو پر مخ خلاصه شوه او ځايي خلکو خپل تجارت او تګ راتګ پيل کړی دی.

د کرښې دواړو غاړو مشرانو رسنيو ته وويل، چې د دوی د خپلمنځي کوښښونو په پايله کې دروازه نړيدلې او لاره يې خلاصه کړې ده.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button