ننګرهار: سعودي عربستان د ۵میلیونه ډالرو په ارزښت د روغتون جوړیدو ډبره کیښودله

 (کابل ټکی کام ۱۳۹۵ تله ۱۰) زرغون خوږیاڼی

د چارواکو په وینا د سعودي عربستان چې ۵ میلونه ډالر او هندوستان چې د دوه نیم میلونه ډالرو په مالي مرستو سره په ننګرهار ولایت کې د لسو روغتیايي پروژو ډبره کیښودل شوه.

د عامې روغتيا وزير ویلي، په دغو پروژو کې د فاطمه الزهرا ،نسايي ولادي روغتون او طبي علومو انستيتوت ودانۍ،په شيرزادو، حصارک،رودات او هسکې مېنې ولسواليو لپاره پنځوس بستريز روغتونونه شامل دي.

په ننګرهار کې نن سعودي عربستان د ۵ میلونه ډالرو په مالي مرسته د دغه ښار په شپږمه حوزه کې د خالص بابا د نجم الجهاد فامیلۍ تر څنګ د روغتون  او نرسنګ( د بي بي فاطمة الزهرا نسايي ولادي روغتون) د جوړیدو د بنسټ ډبره کیښودل شوه.

  د سیمې نه د کابل ټکی کام خبریال خبر راکوي چې د سعودي عربستان او د هند سفیران د ننګرهار خالص بابا فامیلۍ کې د یاد روغتون سیمې څخه لیدنه وکړه او رسما یې د روغتون د پرانیستې ډبره کیښودله.

 په ورته وخت کې په افغانستان کې د سعودي عربستان سفير وايي،هېواد يې له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې مرستې کړي او ټينګار يې وکړ چې لا به هم خپلو مرستو ته دوام ورکړي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button