څه ډول ټوکې ټکالې کولای شو؟

عرفان خوږیاڼی
په هر شي کې افراط او تفريط (له بريده زياتى او کمى) ناسم دى. ټوکې ټکالې او د خوښۍ او خندا خبرې په اسلام کې روا دي؛ خو تر خپل بريده او بريد يې دا دى، چې دروغ نه وي، د چا سپکاوى پکې نه وي، چاته پکې زيان نه رسېږي او ډېرې زياتې نه وي. تر دې چې له ماشومانو سره ټوکې او خوش طبعي په يو حديث کې داسې راغلې ده:
له انس رضي الله عنه نه روايت دى هغه وايي، چې رسول الله صلى الله عليه وسلم به له مونږ سره پــه هر څه کې ګډون کاوه، تــــر دې، چې زما دواړه ورور يوه ټــرکـــو ( کله خورک) مرغه و، هغه به ورسره لوبې کولې، هغه بيا مړ شو، نو رسول الله صلى الله عليه وسلم به ورته فرمايل: ((اى د عمير پلاره نغير (ټرکو) مرغه څه چل وکړ)).
په يو بل حديث کې د رسول الله صلی الله عليه وسلم د ټوکو په هکله داسې راغلي دي:
عن ٲبي هريرة قال: قالوا يارسول الله! ٳنك تداعبنا ؟! قال: ((ٳنى لا ٲقول ٳلا حقا))، له ابوهريره رضي الله عنه نه روايت دى هغه وايي، چې صحابه و وويل: اى د الله پېغمبره! ته خو کله کله له مونږ سره ټوکې هم کوې؟! هغه وفرمايل:((زه په ټوکو کې هم له ريښتيا او حق پرته بل څه نه وايم)).
په بل حديث کې داسې راځي :
له انس رضي الله عنه نه روايت دى، چې يو سړي له رسول الله صلى الله عليه وسلم نه د سپرلۍ څاروى وغوښته، هغه ورته وفرمايل: (( د اوښې په بچي به دې سپور کړم)) هغه وويل: زه به د اوښې په بچي څه وکړم؟! رسول الله صلى الله عليه وسلم ورته وفرمايل:
((ټول اوښان د اوښو بچي دي)).
همدارنګه صحابه کرامو رضى الله عنهم به هم له رسول الله صلى الله عليه وسلم سره کله کله ټوکې کولې. په يوحديث کې داسې راځي:
له عوف بن مالك اشجعي نه روايت دى، هغه وايي چې زه د تبوک په غزوې کې رسول الله صلى الله عليه وسلم ته راغلم، هغه د څرمنې په يوې وړې خېمې کې و، ماورباندې سلام واچاوه، هغه د سلام ځواب راکړ او ويې فرمايل: ((راننوځه)) ما ورته وويل: اى د الله پېغمبره! ټول خیمې ته در ننوځم؟! هغه وفرمايل: ((هو خیمې ته ټول راننوځه)) نو ورننوتم.
نو انسان خو تجزيه کېږي نه، چې څو پېروکې ننوځي يا څه ننوځي څه پاتې شي؛ خو دعوف رضي الله عنه رسول الله صلى الله عليه وسلم سره ټوکه کول مقصد و، نو ځکه يې ورته وويل چې: آيا ټول خېمې ته درننوځم؟ او هغه هم بده ونه ګڼله بلکې د ټوکې په انداز کې يې ورته وفرمايل: چې ټول خیمې ته راننوځه.
رسول الله صلى الله عليه وسلم د ځينو مشرانو په څېر ګوزموزى او تروش پروش نه و، بلکې په ورين تندي او خوشحالۍ يې له صحابه کرامو سره ګډ ژوند او په مجالسو کې ګډون کاوه.
د رسول الله صلى الله عليه وسلم د ښو اخلاقو، انصاف او ټولنيز ژوند يوه کيسه داسې راځي:
اسيد بن خضير چې د انصارو يو سړى ؤ له هغه نه روايت دى، هغه ټوکي سړى و، يوه ورځ يې خلکو ته خبرې کولې او خندول يې، نو پېغمبر صلى الله عليه وسلم راغى او په تشي کې يې په يو ډکې چوخ کړ. هغه وويل: ماته اوس بدل راکړه؛ رسول الله صلى الله عليه وسلم ورته وفرمايل: (( غچ دې واخله)) هغه ورته وويل: تا کميس اغوستى او ما باندې کميس نشته. پېغمبـــر صلى الله عليه وسلم خپل کميس پورته کړ، نو اسيد ورڅخه غېږ تاوه کړه او د هغه د تشي په ښکلولو يې پيل وکړ. بيا يې وويل: اى د الله پېغمبره! ماهمدا غوښتل.
طبراني اوإسماعيلي له عبدالله بن عمر رضی الله عنهما نه داسې روايت رانقل کړی دی: قال رسول الله صلّى الله عليه وسلّم: إِنّي لأَمزَحُ وَلاَ أَقُولُ إِلاَّ حَقًّا. رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي دي:( زه ټوکې کوم او يواځې ريښتيا وايم).
بزار او طبراني له أنس بن مالك رضی الله عنه نه روايت کوي، چې هغه وويل: كان رسول الله صلّى الله عليه وسلّم من أفكه الناس مع الصبي .
رسول الله صلی الله عليه وسلم به له ماشومانو سره زياتې ټوکې کولې.
شهاب قضاعي په خپل مسند کې له أنس رضی الله عنه نه روايت کوي، چې نبي کريم صلّى الله عليه وسلّم وفرمايل: ” رَوِّحِوُا القُلُوبَ ساعَةً بَعدَ ساعَةٍ ” . ( (کله کله خپل زړونه خوشحالوئ). مطلب يې همدا ټوکې ټکالې دي.
نبي کريم صلی الله عليه وسلم ته د انصارو يوه بوډۍ راغله او ويې ويل: ای د الله پېغمبره! ماته د بخښنې دعاء وکړه. رسول الله صلی الله عليه وسلم ورته وفرمايل: ( آيا ته نه يې خبره چې جنت ته بوډۍ ګانې نشي ننوتی؟). هغې وژړل؛ رسول الله صلی الله عليه وسلم مسکی شو او ورته ويې فرمايل: ( ته به هغه وخت بوډۍ نه يې، آيا تا د الله تعالی دا وينا نه ده لوستې چې فرمايي: ( مونږ دا د جنت ښځې پيدا کړې دي، پېغلې، مينه ناکې او همزولې مو جوړې کړې دي).
يوه ښځه چې ام ايمن نومېده، د خپل مېړه د کومې اړتيا په هکله نبي کريم صلی الله عليه وسلم ته راغله؛ هغه ورته وفرمايل: (مېړه دې څوک دی؟). هغې وويل: فلانی. هغه و فرمايل: (هغه چې په سترګه کې يې سپينوالی دی؟). هغې وويل: ای د الله پېغمبره! د هغه په سترګه کې خو سپينوالی نشته. هغه وفرمايل : (ولې نه د هغه په سترګه کې سپينوالی دی). هغې وويل: نه په الله قسم دی چې نشته. نبي کريم صلی الله عليه وسلم وفرمايل: ( د هرچا په سترګه کې سپينوالی وي). په يو روايت کې راځي، چې په بيړه خپل مېړه ته ورغله او د هغه دواړو سترګو ته يې په سوچ ورکتل. هغه ورته وويل: څه دي چې راګورې؟! هغې وويل: زه رسول الله صلی الله عليه وسلم خبره کړم چې ستا په سترګو کې سپينوالی دی. هغه ورته وويل: آيا نه وينې چې زما د سترګو سپينوالی له توروالي نه زيات دی؟.
عایشه رضی الله عنها وایی: رسول الله صلی الله عليه وسلم او سوده رضی الله عنها له ماسره وې؛ ما شيره پخه کړه او رامې وړه؛ سودې ته مې وويل: خو ره، هغې وويل: زما خوښه نه ده. ما ورته وويل: په الله قسم دی، چې يا به يې خورې او يا به پرې ستا مخ ککړوم. هغې وويل: زه يې نه غواړم. ما لږه شيره له کاسې را واخيسته او د هغې مخ مې پرې ککړ کړ؛ رسول الله صلی الله عليه وسلم زما او د هغې تر منځ و، ورته په ګونډو شو، چې سوده له ما نه خپل بدل واخلي؛ هغې له کاسې لږه شيره را واخيسته او زما په مخ يې ومښله او رسول الله صلی الله عليه وسلم له خندا شين و.
له انس رضی الله عنه نه روايت دی،چې د زاهربن حرام په نامه يو کوچی و چې نبي کريم صلی الله عليه وسلم ته به يې له بانډو نه ډالۍ راوړې؛ هغه به چې کله ستنېده، نو رسول الله صلی الله عليه وسلم به هم څه سوغات ورکاوه. نبي کريم صلی الله عليه وسلم به فرمايل: (زاهر زمونږ کوچی دی او مونږ يې دېشين يو). هغه بد رنګ و؛خو نبي کريم صلی الله عليه وسلم ته ډېر ګران و. يوه ورځ هغه خپل توکي پلورل ،چې نبي کريم صلی الله عليه وسلم راغی، هغه نه ليده او د شا له پلوه يې ترې غېږه چاپېر کړه. هغه وويل: خوشې مې کړه څوک يې؟. چې کتل يې نبي کريم صلی الله عليه وسلم و، کله يې چې و پېژانده؛ باک يې نه ګاڼه چې ملا يې نبي کريم صلی الله عليه وسلم پورې مښتې وه. نبي کريم صلی الله عليه وسلم شروع شو، چې فرمايل يې: (غلام څوک اخلي؟). هغه وويل: ای د الله پېغمبره! په الله قسم دی چې ته به ما ارزان ومومې. نبي کريم صلی الله عليه وسلم وفرمايل: خو ته له الله سره ارزان نه يې)
صهيب رضی الله عنه له مکې مکرمې نه راغی او نبي کريم صلی الله عليه وسلم او ابو بکر رضی الله عنه کره مېلمه شو، نبي کريم صلی الله عليه وسلم راننه واته؛ د صهيب سترګې خوږیدې او خورما يې خوړلې. ورته ويې فرمايل:( ای صهيبه! سترګې دې خوږېږي او خورما خورې!؟.) هغه وويل: زه يې د سترګې له روغ کونجه خورم. نبي کريم صلی الله عليه وسلم داسې وخندل، چې د ژامنې غاښونه يې څرګند شول.
د رسول الله صلی الله عليه وسلم صحابه کرامو به خپلو منځو کې يو بل په هندواڼو ويشتل؛ کله به چې د ريښتيا ميدان راغی، نو بيا به همدوی د سړيتوب کارونه کول.
حاكم په (المستدرك) کې او مقريزي په (إمتاع الأسماع) کې له ليث نه روايت کوي چې د رسول الله صلی الله عليه وسلم صحابي: عبد الله بن حذافه رضی الله عنه يو ټوکي سړی و؛ هغه وايي: بلغني أنه حل حزام راحلة النبي صلّى الله عليه وسلّم في بعض أسفاره حتى كاد رسول الله صلّى الله عليه وسلّم أن يقع. قلت لليث: ليُضحكه ذلك؟ قال: نعم.
ماته دا خبره را رسېدلې ده، چې عبدالله بن حذافه په يو سفر کې د رسول الله صلی الله عليه وسلم د سپرلۍ پياړمه (د خېټې لاندې پړی او تسمه) پرانسته تر دې؛ نږدې وو چې رسول الله صلی الله عليه وسلم را پرېوځي. ما ليث ته وويل: دا کار يې ددې لپاره کړی و، چې ويې خندوي؟ هغه وويل : هو.
زه له خپل بادار عثمان رضی الله عنه سره په يو سفر کې لاړم چې مونږعمر رضی الله عنه سره د حج يا عمرې په سفر تللي وو. عمر،عثمان او عبدالله بن عمر رضی الله عنهم هم وو؛ زه، عبدالله بن عباس او عبدالله بن زبير د ځوانانوپه يوه ډله کې وو، چې له مونږ سره وو، له مونږ سره رباح بن معترف فهري هم و؛ نو مونږ به يو تربله په مړغوني ويشتل کول.
يو کوچي خپله اوښه د نبي کريم صلی الله عليه وسلم د کور خواته ښې کړه او هغه نبي کريم صلی الله عليه وسلم ته ورننواته؛ ځينو صحابه و نعيمان انصاري ته وويل: زمونږ غوښې ته زړه شوی دی، که دا اوښه دې حلاله کړې وای؛ مونږ به خوړلې وای. هغه دا کار وکړ. کوچی چې راوواته چيغه يې کړه: برباد شوم ای محمده! نبي کريم صلی الله عليه وسلم راوواته؛ ويې فرمايل: دا کار چاکړی دی؟ هغوی وويل: نعيمان کړی دی؛ رسول الله صلی الله عليه وسلم يې پلټنه پيل کړه، د هغه په هکله يې پوښتنه کوله تر دې چې په داسې حال کې يې و مونده؛ چې د ضباعه بنت زبيربن عبدالمطلب کورته ننوتی و، هلته يوې خوڅې کې ننوتی و چې له پاسه پرې د خورما د ونې پاڼې پرتې وې، يو سړي نبي کريم صلی الله عليه وسلم ته اشاره وکړه چې دغلته دی؛ هغه يې را وايسته او ورته ويې فرمايل: دا کار دې ولې کړی دی؟ هغه وويل: ای د الله پېغمبره!هغه خلک چې زه يې دروښودم، همدوی راباندې داکار وکړ. رسول الله صلی الله عليه وسلم د هغه له مخ نه خاورې پاکولې او خندل يې. بيايې کوچي ته د اوښې تاوان ورکړ.
صحابه او نعيمان په دې پو هېدل چې رسول الله صلی الله عليه وسلم کوچي ته تاوان ورکوي؛ ځکه يې دا کار وکړ.
سبحان الله! څومره مهربانه پېغمبر!!!.
نو ټوکې ټکالې روا دي؛ خو :
- چې دروغ پکې نه وي.
- خپل يا د بل چا د پت او عزت سپکاوى پکې نه وي.
- سپکې، بې باکه او ناوړه نه وي.
- دين او ديني شعائرو او احکامو باندې ملنډې او سپکاوى پکې نه وي.(چې دا کفر دی).
- هروخت، بې ځايه او بې بريده نه وي.
- ځان اويا نوروته پکې زيان رسول او د چا خفه کول پکې نه وي
- د چا وېرول او په اندېښنې اخته کول پکې نه وي.
تواضع:لکه څرنګه چې اسلام مونږ له کبر څخه منع کوي؛ همدارنګه په تواضع او عاجزۍ کولو او خاکسارۍ امر کوي او ترغيب راکوي، تر څو انسانان يو په بل ځان لوى او لوړ ونه ګڼي او د امن، خوشحالۍ او سوکالۍ ژوند وکړي.
په حديث کې د تواضع په هکله داسې راځي: له عياض بن حمار مجاشعي رضي الله عنه نه روايت دى، چې رسول الله صلى الله عليه وسلم وفرمايل: الله تعالى ماته وحې وکړه، چې تاسو تواضع او خاکساري وکړئ، تر څو هيڅوک په هيچا ونه وياړي او هيڅوک په هيچا تېری ونه کړي.


