د اداري فساد په تور ۱۱۳ قاضيان او څارنوالان نيول شوي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵تله ۱۱) الماس خدرخېل

د افغانستان سترې محکمې ويلي، چې د ادارې فساد په تور يې ۱۱۳ تنه قاضيان او څارنوالان نيولي دي.

د سترې محکمې وياند عبدالله عطايي رسنيو ته وويل، چې ياد کسان په تېرو څو مياشتو کې نيول شوي دي.

که څه هم ستره محکمه وايي، چې په عدلي او قضايي سيستم کې د اصلاحاتو راوستل د دوی له لومړيتوبونو څخه دي، خو ځينې مدني فعالانو ويلي، چې په افغان حکومت کې يواځې قاضيان او څارنوالان په اداري فساد کې ککړ نه دي، بلکې د حکومت لوړپوړو چارواکو نه نيولې تر وړو دوايرو پورې په يو ډول نه يو ډول په فساد اخته شوي دي.

دوی زياتوي، چې په افغانستان کې عدلي او قضايي ادارې يې تر نورو ډېرې په اداري فساد ککړې دي.

په ورته وخت کې ښاغلي عطايي وويل، چې د نيول شوو قاضيانو او څارنوالانو دوسيې تر څېړنې لاندې دي.

د سترې محکمې مسولان په داسې مهال داداري فساد پرضد دڅارنوالانو او قاضيانو د نيولو خبره کوي، چې ویل کیږي په دغه اداره کې هم یوشمېر لوړپوړي مسولان داداري فساد په قضیو کې لاس لري.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button