دلمونځ مسایل (دوه ویشتمه برخه)

لیکوال: م، نجم الرحمن (فضلی)
د لمانځه د شرطونو او رکنونو بيان
دا چې د لمانځه اهتمام تر ټولو عبادتونو زيات دى نو له همدې امله شرطونه يې هم ډير دي، دلته يوازې د هغو شرطونو بيان کيژي کومو ته چې په هر لمانځه کې ضرورت دى، يو شمر شرطونه کوم چې له يو شمير ځانګړيو لمنځونو سره تعلق لري لکه د جمعې د لمانځه شرطونه د هغو بيان به په هغه ځاى کې وکړى شي چيرته چې د همدغه لمانځه ذکر کيژي.
له لمانځه نه دمخه د کومو شيانو کول ضروري دي
پوښتنه : له لمانځه نه مخکې د کومو شيانو کول ضروري دي؟
ځواب : له لمانځه نه مخکې د اوه (۷) شيانو کول ضروري دي، له کومو پرته چې لمونځ نه کيږي، همدغو شيانو ته شرائط او فرض ويل کيږي.
هغه اوه شيان کوم دي
پوښتنه : هغه اوه شيان د کومو چې له لمانځه نه مخکې کول ضروري دي کوم کوم دي؟
ځواب : هغه اوه شيان دا دي.
(۱) د بدن پاکوالی.
(۲) د کاليو ( جامو) پاکوالی.
(۳) د ځای پاکوالی.
(۴) د عورت پټول.
(۵) د لمانځه وخت پيژندل.
(۶) قبلې ته مخ کول.
(۷) نيت کول.
د لمانځه د لومړي شرط بيان
د لمونځ کونکي بدن له نجاست حقيقي نه پاک پکار دى، هغه که غليضه وي که خفيفه وي، مرئيه وي که غير مرئيه وي، هو ! که چيرته د معافي په اندازه وي بيا څه خبره نشته، مګر بهتره دا ده چې له هغه څخه هم پاک وي، همدا ډول د حکمي نجاست له دواړو ډولونو (حدث اکبر او حدث اصغر) څخه هم پاک پکار دى ([1]).
د بدن له پاکوالي څه مراد دى
پوښتنه : د بدن له پاکوالي څخه څه مراد دی؟
ځواب : د بدن له پاکوالي څخه دا مراد دی چې په بدن باندې به هيڅ قسم پليتي يعنې نجاست نه وي.
([1]) مسايل رفعت قاسمي، ٢ : ٣٢،٣٢، بحواله : البحرالرائق، درمختار، مراقي الفلاح، علم الفقه، ج : ٢، ص : ٢٦، هدايه، ج : ١، ص : ٥٨، کبيري، ص : ٢٠٨.



