غزل/ بسمل

غزل/ بسمل

ژوندون خالي رکات دی يو قيام يوه سجده ده

دا ژوند لکه سجده د تلاوت يوه شيبه ده

 

د زېـړو زېـړو پاڼـو په کفـن کـې روانېـږي

خزان ونې ولاړې دي د حسن جنازه ده

 

د کور په مخ به اوښکه وي که قلف ورَه پروت دی

له دې کلي نه بيا کډې روانې دي جګړه

 

بسملــه پاک الله نازله کړې له اسمانه

ټپه د پښتنــو بې پيغمبــره معجزه ده

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button