ترکیه وايي، د سوریې شمال کې یې ۹ داعشیان وژلي او لا هم عملیات روان دي

کابل ټکی کام ۱۱میزان/۱۳۹۵، سمسور ګیلاني
ترکیه وايي، د سوریې په شمال کې یې ځواکونو د داعش وسله والو پر خلاف عملیات پیل کړي دي، چې تراوسه پورې ۹ تنه داعشیان وژل شوي دي.
د ترکیې د وسله وال پوځ د لوی درستیز له خوا په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي دي، چې دوی د پرمختګ په حال کې دي او داعش وسله والو خپل مقاومت له لاسه ورکړی دی.
اعلامیه کې راغلي دي، چې په سوریه کې د ۹۶۰ کیلو متره مربع خاوره د داعش وسله والو له منګولو پاکه شوې ده.
ترکي پوځ دغه عملیات د هوايي بمباریو او د توپچې په مټ پیل کړي دي.
ترکي پوځ وایي، چې دوی هڅه کوي، تر څو خپل عملیات د سوریې سوېل لور ته هم پراخ کړي.
د یادولو ده، د ترکیې له خوا په سوریه کې د داعش پر خلاف هغه مهال عملیات پیل شول، کله چې داعش وسله والو په ترکیه کې پر عامو خلکو یو شمېر خونړي بریدونه وکړل.



