ترينکوټ چارواکي: جګړه د ولايت مقام په ۳۰۰ مترۍ کې روانه ده

الماس ــــــ
روزګان ولایت چې د هېواد د نا امنه او جګړییزو ولایتونو په قطار کې راځي، د ولايت امنيتي چارواکو ويلي، چې جګړه د ارزګان مرکز ترينکوټ، د ولايت مقام او امنيې قومندانۍ په ۳۰۰ مترۍ کې روانه ده.
د ارزګان ولايتي شورا وايي، افغان امنيتي ځواکونو په تېره يوه میاشت کې د وسلوالو طالبانو پر وړاندې هيڅ پر مختګ نه دی کړی.
که څه هم مرکزي حکومت ارزګان ته تازه دمي ځواکونه استولي خو لاهم ویل کېږي، چې وسله وال طالبان پر افغان امنیتي ځواکونو برلاسي دي.
د ولايتي شورا رئيس عبدالکريم خاديمزي ازادۍ راډيو ته وويل: مرکزي حکومت باید دغه ولایت ته جدي پاملرنه وکړي.
هغه زياته کړه، امنیتي وضعیت د اندېښني وړدی او که چېري دا وضعیت داسې دوام وکړي شاید دغه ولایت سقوط وکړي.
خاديمزي وويل: ((دا ولایت محاصره دی، پر ولایت او قوماندانۍ باندې په ۳۰۰ متري کې ډزې کېږي))
شاوخوا يوه مياشت کېږي، چې وسلوالو طالبانو د دغه ولایت د مرکز د نیولو په موخه عملیات پيل کړي، چې دا مهال د ولایت مرکز، ترېنکوټ ته رسېدلي او په امنیه قومندانۍ، افغان امنيتي ځواکونو او نورو دولتي تاسيساتو پراخه بريدونه کوي.
بل پلو د ارزګان والي وايي: ((هغه افغان امنیتي ځواکونه چې له مرکزه راغلي و، هغه اوس د ارزګان او کندهار د لویې لارې د خلاصولوپه موخه مصروف دي)).
خروټی وايي، په ارزګان کې امنيتي ستونزې شته خو ډېر ژر به د ترينکوټ شاوخوا سيمو کې افغان امنيتي ځواکونه عمليات پیل کړي.
ځايي سرچینې وايي، په ترېنکوټ کې حالات ترینګلي دي او په دولتي مامورینو کې د دغه ولایت د سقوط وېره خوره شوې، چې د ځان د حفاظت لپاره ټول کندهار ته تللي دي.



