زابل: نوبهار ولسوالۍ کې د پولیسو او طالبانو تر منځ نښې شوي

 (کابل ټکی کام ۱۳۹۵ تله ۱۱) زرغون خوږیاڼی

طالبان وايي د محلي پولیسو قومندان ضیاء الحق پوسته مو نیولې، د والي ویاند یې ردوي او وايي چې ۴ طالبان ووژل شول.

د زابل ولایت امنیتي چارواکي وایي چې بیګا د شپې ناوخته وسله والو طالبانو د نوبهار ولسوالۍ د محلي پولیسو په مرکزي پوسته برید وکړ، چې په نتیجه کې ځوابي جګړه پیل شوه.

د زابل ولایت د والي ویاند اسلام سیال ویلي، چې جګړې نږدې ۴ ساعته دوام وکړ چې په کې ۴ وسله وال طالبانو ووژل شول او یو بل ټپي شو.

سیال وايي چې په دې نښته کې یو پولیس وژل شوی او یو بل ټپي دی.

د طالبانو ویاند یاد برید مني او وايي، چې بیګاه  شپه ۳ بجې د زابل ولایت د نوبهار ولسوالۍ  پرغزیدلي سړک د لوړګي په سیمه کې د محلي پولیسو په  ۴ امنیتي پوستو وسلوال بریدونه ترسره شول.

ذبیح الله مجاهد ویلي، چې په جګړه کې سپکې او درندې وسلې وکارول شوې، په پایله کې د اربکیانو قومندان ضیاء الحق پوسته په ټولیزه توګه ونیول شوه او پکې میشتو پولیسو ته مرګ ژوبله واوښته چې د ۳ تنو جسدونه په پوسته کې پاته وو.

ویاند وايي، چې په پوسته کې یې ۳ کلاشینکوف او یو شمیر نور نظامي وسایل نیولي دي، دوی په دې جګړه کې د خپل یو ملګري ټپي کیدا مني.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button