د خالق او مخلوق تر منځ د قرب او بعد لارې

کابل ټکی کام ۱۱میزان/۱۳۹۵، لیکنه: د خړې حجرې خړ طالب
أی د حکمت او قدرت څښتنه!
أی د لویو غرونو خالقه!
أی حکیم او صانع ذاته!
شیطان دې راپرېښی، انسان دې ورته پرېښی او قانون دې ورته اېښی، عقل او اختیار دې راکړی، لاره دې رڼا، جوته، واضحه او رسوا؛ خو پوشیده ده، څار، دقت، پلټنې او طلب ته ضرورت لري، دین، مذهب او طریقت ته ضرورت لري، په زده کړي او ور زده کړي راغلي او را روانه ده.
اوس نو مونږ ته دوې لارې پاته دي، له درېیمې دې خدای جل جلاله مونږ او تاسو وساتي.
اول: تسلیمېدل:
دویم: مقابله:
خو!!
چا ته تسلیمېدل؟؟!!
او
له چا سره مقابله؟؟!!
رحمان که شیطان؟
همدا..
د وېش ځای دی، دلته لارې سره بیلیږي، دوه فکره، دوه مکتبه را منځته کیږي او انساني ټولنه دوو قطبونو ته تقسیمیږي.
د الله جل جلاله راسته او مستقیمه لار.
د شیطان کږه او چپه لار.
اسلامي فکر، عقیده او نظریه.
کفري فکر، عقیده او نظریه.
الهي او پیغمبري مدرسه.
شیطاني او دجالي مکتب.
له لوی رب څخه دا سوال کوو، چې خپل خالق ته د تسلیمېدو او له شیطان سره د مقابلې توفیق را نصیب او همدا مو کار وګرځي، خدای جل جلاله مو دې شیطان ته له تسلیمېدو او د خپل خالق سره له مقابلې وساتي، رب مو دې په خپل فضل نجات نصیب کړي.
پاته شوه درېیمه لار یعنې:
【سوله】
له سولې مو دې خدای جل جلاله مونږ او تاسو ټول وساتي، چې له جني او انسي شیطان سره سوله وکړو.
د کائناتو له خالق سره خو هسې هم د سولې امکان عقلاً، نقلاً روایتاً او درایتاً معدوم او د وقوع خلاف تصور دی.
آمین.


