د سلام اچولو تر څنګ نور آداب

رالیږونکی : قاضی عرفان

د اسلام له آدابو نه يو ادب د سلام اچول دي، چې يوتر بله د مخ کېدو يا تېريدو په وخت کې به وايي: السلام عليکم او هغه به په ځواب کې ورته وايي: وعليکم السلام (او په تاسو دې هم سلام وي. ( ورحمة الله و برکاته ) هم ورسره ويلی شي. ښه داده،چې د ځواب ورکوونکی يې ورزيات کړي.
په حديث کې د سلام په هکله داسې راځي :
له عبدالله بن عمرو رضي الله عنه نه روايت دى، چې يو سړي رسول الله صلى الله عليه وسلم نه پوښتنه وکړه چې په اسلام کې کوم يو عمل غوره دى؟ هغه ورته وفرمايل:  ډوډۍ ورکوه او که څوک دې پېژندل او که نه سلام پرې اچوه
په بل حديث کې د سلام آداب داسې راغلي دي:
له ابوهريره رضي الله عنه نه روايت دى هغه وايي، چې رسول الله صلى الله عليه وسلم وفرمايل: سپور به په پيدل باندې سلام اچوي، پيدل روان به يې په ناست اچوي اولږ به يې په ډېرو اچوي.

په ماشومانو سلام

په ماشومانو باندې هم سلام اچول مشروع دي. په يو حديث کې داسې راځي:
له انس رضي الله عنه نه روايت دى هغه وايي چې رسول الله صلى الله عليه وسلم په هلکانو تېرېد، نو سلام يې پرې واچاوه.

په ښځو سلام

په ښځو هم سلام اچول مشروع دي. په حديث کې داسې راځي:
له جرير رضي الله عنه نه روايت دى، چې پېغمبر صلى الله عليه وسلم په ښځو تېريده، نو سلام يې پرې واچاوه.
په بل حديث کې داسې راځي:
له اسماء بنت يزيد رضي الله عنها نه روايت دى هغه وايي: په مونږ څو ښځو رسول الله صلى الله عليه وسلم تېرېده، نو سلام يې راباندې واچاوه.
په ښځو باندې د سلام په وخت کې به هم غض البصر د سترګو ښکته کول نه هېروي، ورګوري به نه ، سلام به پرې اچوي او هغوى به هم د سلام ځواب په ښکته سترګو وايي.

درې ځل اجازه غوښتل

د اسلام له آدابو نه بل ادب دا دى، چې کله دې د چادکور له وره نه دباندې درې ځل اجازه وغوښته او ځواب دې وانه ورېد، نو بيرته ستون شه.
په حديث کې داسې راځي:
له ابو موسى رضي الله عنه نه روايت دى هغه وايي، چې رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايلي دي: کله چې ستاسو يو کس درې ځل اجازه وغوښته او اجازه ورته ونه شوه، نو بيرته دې ستون شي.

په اجازې کې نوم اخيستل

بل ادب دا دى، چې چا درڅخه له وره دننه پوښتنه وکړه، چې څوک يې؟ نو نوم واخله؛ داسې مه وايه چې، زه يم.له ( زه يم) ويلو نه د چا پېژندل نه شي کېدی؛هرڅوک (زه) دی.
په حديث کې داسې راځي:
له جابر رضي الله عنه نه روايت دى هغه وايي: زه پېغمبر صلى الله عليه وسلم ته د يو پور په هکله ورغلم، چې زما په پلار ؤ، نو در وازه مې وټکوله، هغه وفرمايل: دا څوک دى؟ ما ورته وويل: زه يم. هغه وفرمايل:  زه هم زه يم. لکه چې دا خبره يې بده وګڼله. نو په زه يم ويلو څوک نه پېژندل کېږي. بايد خپل نوم واخلي چې فلانى يم.

د چا د کور وره ته مخا مخ مه ودرېږه

د اسلام له آدابو يو ادب دا دى، چې که له چاسره دې کارؤ، يا د چا ملاقات ته لاړې او د هغه د کور ور دې واهه، يادې پوښتنه کوله او يا دې اجازه غوښته، نو د کور د وره مخامخ مه اودرېږه، بلکه ښي يا کيڼ لورته ودرېږه؛ هسې نه چې د کور دننه درته څه څرګند شي او د چاد کور دننه ورليدل منع دي.
په حديث کې داسې راځي:
له عبدالله بن بسر رضي الله عنه نه روايـت دى هغه وايي: رســـول الله صلى الله عليه وسلم به چې کله دچادکور وره ته راغى، نو د وره مخامخ به نه اودرېده، بلکه د ښي يا کيڼ کونج لور ته به ودرېد او بيـــا بـه يې وفرمـــــايــل:
السلام عليکم السلام عليکم.

د شپې ځينې آداب

اسلام د ژوند په هر اړخ او هر قدم کې کوټلي بنسټونه او ګټور ادبونه راپه ګوته کوي. له ماښام نه وروسته د ويده کېدو تر وخته ځينې ګټور آداب په لاندې حديث کې داسې راغلي دي:
له جابر رضي الله عنه نه روايت دى هغه وايي چې رسول الله صلى الله عليه وسلم وفرمايل: دماښام او دشپې له پلوه لوښي پټ کړئ، د غړکيو خولې وتړۍ ، دروازې بندې کړئ او ماشومان مو کور کې ايسار کړئ؛ ځکه چې په دې وخت کې پېريان خپرېږي او تښتونې کوي. او د ويده کېدو په وخت کې چراغونه مړه کړئ، ځکه چې ډېر ځله مږه يا موږک پلته را کاږي او د کور خلک وسوځوي.
د لوښو پټول او دغړکيو د خولو تړل خو هر وخت ضرور دي؛ خو په دغه وخت کې ورته زياته پاملرنه په کار ده. او اور يا ډيوه لاټين لګېدلي پرېښودل هم خطرناک دي، نو وژل او ګل کول يې اړين دي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button