مجددي حکمتيار ته د قضايي خونديتوب او د هیواد کلیدي پوستونو ورکولو سره مخالفت وکړ

 (کابل ټکی کام ۱۳۹۵ تله ۱۱) زرغون خوږیاڼی
د افغانستا د ملي نجات ډلې مشر حضرت صبغت الله مجددي د ګډ حکومت لخوا حکمتار ته قضايي خونديتوب ورکولو سره سخت مخالفت څرګند کړ.
صبغت الله مجددي وویل، چې ګډ حکومت لخوا ګلبدین حکمتیار ته قضايي خونديتوب او د نورو امتیازي او دولتي القابو ورکول د اساسي قانون خلاف کار دی.
مجددي وايي، چې د ګلبدین سره دغه د سولې تړون د هیواد د خلکو له حقوقو سره په ټکر کې دی، په تړون کې حق القبد نه دی مراعات شوی(( نه زه او نه حکمتیار د حق العبد له حقوقو نه تښتیدای شو)).
مجددي د حکمتیار پر راتګ خوښي څرګنده کړه او زیاته یې کړه، چې د اسلامي اومعیاري ارزښتونو په رڼا کې د سولې موافق دی؛ خو ده دا اندېښنه هم څرګنده کړه، چې د ګلبدین حکمتیار ډلې ته په پوځي او ملکي مهمو کلیدي برخو کې واک او برخه ورکول هم د هېواد له لوړو ګټو سره په ټکر کې دي.
د نجات ملي جبهې په اعلامیه کې ویل شوي، چې د سولې په تفاهم لیک کې ګلبدین ته امتیاز ورکړل شوی، پداسې حال کې چې ګلبدین د نورو جهادي ډلو په پرتله هېڅ ډول جهادي برم نه لري، بلکې د سپېڅلي جهاد له بریا وروسته يې ډېرې تېروتنې هم کړې دي.
ددغې جبهې په اعلامیه کې ویل شوي، چې له ګلبدین حکمتیار سره د سولې دغه تړون د خلکو له حقونو او د اساسي قانون سره په ټکر کې دی.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button