طالبان: د بروکسل کنفرانس دې د اشغال د پای ته رسولو پریکړه وکړي

 (کابل ټکی کام ۱۳۹۵ تله ۱۱) زرغون خوږیاڼی

طالبانو په یوه خپره شوې اعلامیه کې ویلي، که د بروکسل کنفرانس رښتیا هم د افغانانو د اقتصادي سوکالۍ په موخه جوړیږي، نو د دوی وجداني او اخلاقي مسئولیت دی، چې تر هر څه وړاندې د اشغال د پای ته رسولو فیصله وکړي.

دوی ویلي، بهرني دې خپل پوځیان او وژونکې سلاوې زموږ د ګران هیواد څخه وباسي.

طالبانو په یاده اعلامیه کې ویلي: ((ټاکل شوې ده چې د بلجیم هیواد په پلازمینه بروکسل کې د روان ۲۰۱۶ کال د اکتوبر د میاشتې په ۴ ـ ۵ مه نیټه د کابل د ادارې سره د مالي مرستې لپاره یو بل کنفرانس جوړ شي. د یادونې وړ ده چې په تیره یوه نیمه لسیزه کې د افغانستان په هکله د یرغلګرو هیوادونو په لارښوونه مختلف کنفرانسونه جوړ شوي دي خو دغو کنفرانسونو افغان ولس ته هیڅ ګټه نه ده رسولې بلکې پدغه موده کې یوازې په بیسارې توګه په هیواد کې د شتمنو او نیستمنو ترمینځ واټن زیات شوی دی.

دطالبانو په وینا: ((د هر کنفرانس په ترڅ کې زمونږ د هیواد په نوم وعده شوې پیسې یا د بهرنیو قراردادیانو جیبونو ته لویدلې او یا د هغوی داخلي شریکانو حیف و میل کړې دي خو د ولس په ژوند کې یې کوم مثبت بدلون نه دی راوستلی. دا هم ټولو ته معلومه ده چې د کابل اداره هیڅ قانوني مشروعیت نه لري حتی پارلمان یې حکومت غیر مشروع ګڼي او حکومت یې پارلمان)).

طالبان دغه ډول کنفرانسونه د خارجي یرغلګرو د یرغل د دوام دسیسه بولي ، ددوی په وینا یرغلګر هیوادونه د خپل استعماري خصلت له مخې تل کوشش کوي چې خپل استعماری اهداف ترلاسه کړي، نه د ولسونو نیکمرغي او هوسایي .

د طالبانو په وینا، که واقعآ د دوی هدف د افغان ولس غوښتنې او پرمختګ وی، نو هرو مرو به  یې په تیرو کنفرانسونو کې د اشغال د خاتمې په هکله فیصلې کړې وای او یا به یې  په  تیره یوه نیمه لسیزه کې د هیواد په سطح د لویو اقتصادي، صنعتي، زراعتی او نورو زیربنایي پروژو لپاره مرستې ورکړې وای تر څو افغانستان خپلواک او پخپلو پښو دریدلی وای لاکن ټولو ته  څرګنده ده چې یرغلګر غواړي افغانستان تل په سیاسي، اقتصادي او نظامي برخو کې یرغلګرو ته محتاج پاتې شي.

طالبان وايي، چې دغه دول مرستې د فاسدو چارواکو لخوا غلا کیږي او یا د ګران هیواد په ورانولو او د ولسي وګړو په وژلو کې مصرفیږي.

طالبانو د بروکسل دې کنفرانس ته هیله څرګنده کړې ده، چې د هیواد د اشغال د ختمولو لپاره به په دې کنفرانس بحث وشي او د کابل نامشروع حکومت په ختمیدو سره به نور ددغه هیواد بې ګناه وګړي بمبار، ځورول او وژل کیږي نه.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button