آیا اوباما دجال دی؟؟

لیکوال: فاتح کاروان

د نبوي احادیثو څخه دا په اثبات رسیدلې خبره ده چې تر لوی دجال وړاندې به واړه دجالیان هم راځي او د همدغه حقیقت نن موږ پخپله شاهدان یو، چې له چنګیزه تر ګورباچوف، بریژنیف او له بل کلنټنه تر ټوني بلئیر، جورج بوش او اباما پورې دجالیان دې نړۍ ته راغلي او هر یوه یې تر خپله وسه د اسلام د له منځه وړلو هڅه کړی ده، له یادو هغو یې څه اوس شته او څه یې د حساب او کتاب نړۍ ته تللي دي. مهمه داده چې موږ دغه اوسني دجالیان په ښه ډول وپیژنو، د اباما، پوتین او نتن یاهو په څېر د عصر دجالیان په شریکه د لوی دجال د راتلو لپاره زمینه سازي کوي د دوی هڅې او تجربې دي چې نړۍ یې د زوال په درشل درولې ده، وګورۍ په کفري نړۍ کې د وسلو جوړولو فابریکې په پوره زور او شور سره د عامه وژنې وسلې جوړوي او دا چې دجال به د وسائلو په مرسته خپل ځان خدای بولي همدغه نقطې ته په کتلو اسرائیل د نورو ممالکو سره د سختې جګړې نه ځان ساتي تر څو خپل جنګي وسائل دجال ته سلامت وساتي!!
له بله طرفه په اسلامي نړۍ کې د جګړې اور بل دی، هر ورځ په سلګونو مسلمانان وژل کیږي، ودان ښارونه یې ورانیږي او وسائل یې لکه ګیس، نفت، کیمیاوي معادن، او اوبه، یې کفارو ته پاتې دي! همدغه ډول په اسلامي نړۍ کې د کار کدرونه او پوهان په لوی لاس له منځه وړل کیږي چې ښه بیلګه یې د صدام د وخت عراقي سائنسدانان و، چې موساد او سي آی اې په شریکو عملیاتو کې څه ووژل او څه یې بر امته او په سختو شکنجو یې له فعالیته وغورځول!
اوسني دجالیانو چې په سر کې یې بارک اباما قرار لري، نړۍ یې له امن او سکون نه خلاصه کړیده، په کیمیاوي غازونو یې د نړۍ آب هوا چټل کړي او له نړۍ څخه یې د اور کره جوړه کړیده، د احادیثو په استناد ویلای شو چې اوسني د کفري نړۍ مشران دجالیان دي، خو که مسلمان امت د دغه وړو دجالانو په وړاندې خپل اتحاد او دریځ نشي ساتلې نو د لوی دجال په وړاندې به څه کوي؟الله جل جلاله پوهیږي.
د دجال د راتګ نه وړاندې چې څه علامات دي اکثره یې څرګند شوي دي لکه: د نړۍ نا امنه کېدل، وچکالي، د اوبو پر سر جګړې، د تېلو پر سر جګړې، د طبیعي خوراکونو پر ځای د یهودي کمپنیو تولید شوي مصنوعي خوراکونه عام کیدل، د طبیعي اوبو پر ځای د کولډ ډرنکس یا یخو او ګیسي مشروباتو زیاتوالې او د خلکو لخوا خوښول، د سود عام کېدل، قیمتي، د پاکو اوبو کمښت، د اردن په هغه سیمو کې چې اوس اسرائیلو نیولي د خرما او زیتونو شنډیدل، د بحیره طبریه وچېدل او بلاخره د انساني نسل وژنې عامیدل دي.
فلهذا دغه پورته علامات او ځیني نور هم شته، چې ډیره برخه یې ښکاره شوي دي او همدا د یأجوجو او ماجوجو د راتګ او د دجال د ظهور د وخت قریب کیدل راښایي، راځۍ چې د دغه سترې فتنې څخه د ځان ساتلو لپاره ځانونه په اسلامي جامه او اسلامي سیرت سمبال کړو، که موږ د اوسنیو دجالیانو په وړاندې خپل ایمان او موقف ثابت او د دوی له ملګرتیا مو ځان محفوظ وساته، نو د لوی دجال له فتنې به هم بچ پاتې شو. ان شاءالله

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button