دوه مخي منافقین

جواد څارګر
دمدینې منورې دمنافقینو یو منافقانه عادت دا و چې کله به دجهاد لپاره دتیارۍ غږ پور ته شو، دوی به له جهاده دمجاهدینو دراګرځولو لپاره دهغوی زړونو ته وسوسې ور اچولې
دبېلګې په توګه؛ دمدیني مجاهدینو ته به یې ویل چې هر څه دمحمد (ص) دي، تاسې لیونیان یاست چې دهغه لپاره ځانونه وژنئ، هغوی ټول قریش دي، یو او بل نه سره وژني ټول چل یې تاسې ته جوړ کړی او دمکې مجاهدینو ته به یې ویل چې پر تاسو څه شوي؟ اهلِ مکه تاسې نه وژني او نه ستاسې سره دجګړې لپاره راځي، بلکې هغوی دمدینې له خلکو سره جګړه کوي
معاصر منافقین دمدینې تر منافقینو هوښیار دي، کله چې له چا سره جګړه کوي په پردي پالنه یې تورنوي او چې کله ورسره سوله کوي بیا دقرآني آیاتونو او نبوي احادیثو تحریف ته ملاوې وتړي.
صلح حدیبیه به دلیل ونیسي مګر دې ته پام نکوي چې دحدیبیې سوله دچا او چا ترمنځ وه؟ د افغانستان دلاسپوڅو زعماؤ سره سوله او په حدیبیه کې ترسره شوې سوله، مځکه او اسمان توپیر لري
دلته اشغال او په حدیبیه کې خلاف موجود و، په حدیبیه کې ډز بندي وه، غاړه غړۍ کېدل او په کفري نظام ورګډېدل نه ول، دلته که سوله کوې کفري نظام ته به متعهد کېږې او دهمدې نظام لاندې به ژوند تېروې.
یوه بله ډله منافقین بیا بله سورنا غږوي؛ وایي که طالبان جګړه بس کړي، امریکایان په خپله وځي او اشغال ختمیږي.
عجیبه منطق دی؛ غل دطالب پر کور راختلی او دجګړې بندول هم له طالبه غوښتل کېږي
ولې امریکا ته نه وایاست چې ته ووځه چې جګړه ختمه شي، ولې د امریکا لاسپوڅو ته نه وایاست چې بادار مو وشړه چې طالب خپل کور ـ کلي ته راشي؟
دنړۍ هیڅ داسې کوم قانون نشته چې له مخې یې دطالب جګړه ناحقه ثابته شي، دطالب وطن اشغال دی او په وطن دراختلو یرغلګرو پر خلاف جګړه، دنړۍ په هر قانون او نظام کې برحقه جګړه ده
که ګلبدین دطالب مقاومت غیرشرعي بلي او یا بل بېدین؛ دوی دې یو وار ولس ته جهاد تعبیر او تفسیر کړي، دوی دې دروسانو پر ضد جګړې ته فساد ووایي، حدِ اقل دوی دې دروسي یرغل پر ضد جنګېدونکو اتلانو ته دپردیو دګټو دقربانیانو نومونه ورکړي، بیا به یې هم ورسره ومنو.
دکرزي دتېرې ورځې استدلال تر ټولو قوي دی؛ په کوم دلیل دروس بمبارد ناقابل توجیه و او د امریکایانو بمبارد قابل توجیه دی؟ په کوم دلیل دروس پر خلاف مقاومت فرض و او د امریکایان خلاف فساد دی؟
اوس ولس هم پوهېدلای چې دا خلک سوداګر دي، کله په یوه نوم خپلې ګټې پالي او کله پر بل نوم او خدای تعالی هم سزا ورکړه چې په سپینو ږیرو یې دکفر غېږ ته وغورځوَل.



