هلمند: طالبانو د ناوې ولسوالۍ د نیولو خبر ورکړ

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵ تله ۱۲) زرغون خوږیاڼی

طالبانو په یوه رالیږل شوي خبر کې ویلي، چې ددوی ځواکونو د هلمند ولایت د ناوې ولسوالۍ په بشپړه توګه نیولې ده.

طالب ویاند قاري یوسف احمدي ویلي، چې نن سهار ۵ بجې د ناوې ولسوالۍ په امنیه قومندانۍ  سرتیری برید ترسره شو، ورپسې نور طالب وسله وال چې په سپکو او درنو وسلو سمبال وه د امنیه قومندانۍ او ولسوالۍ پر مرکز ورننوتل، چې له څو ساعته جګړې وروسته د ولسوالۍ مرکز، امنیه قومندانۍ او د مکتب پوسته په بشپړه توګه د طالبانو لاسته ولویدې.

طالب ویاند وايي، سرتیری بریدګر( عارف )  له انفجاري موادو ډک هاموي شوبله چې زیات پیمانه قوي منفجره مواد پکې ځای پر ځای شوي وو د یادې ولسوالۍ د امنیې قومندانۍ له مرکز سره انفجار کړه، په برید کې د قومندانۍ ودانۍ په بشپړه توګه ویجاړه او په کې په لسګونو پولیس ځای پر ځای ووژل شول.

ویاند وايي، سهار ۸ بجې ولسوالۍ په بشپړه توګه د طالبانو په لاس سقوط شوه.

د دوی په وینا، تر اوسه یې یو زیات شمیر وسله هم نیولې ده، ((اوس هم په سیمه کې مجاهدین په تصفیوي عملیاتو بوخت دي)).

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button