افغان ځواکونو جلال اباد کې د ملګرو ملتونو یو کارمند وژلی

 (کابل ټکی کام ۱۳۹۵ تله ۱۲) زرغون خوږیاڼی

تیره ورځ افغان ځوانو د یو لړ عملیاتو په ترڅ کې د جلال اباد ښار د څلورمې حوزې اړوند په یو کور چاپه وهلې او د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د ادارې یو کارکوونکی یې وژلی دی.

ددې کورنۍ غړي مهتاب رسنیو ته ویلي، چې په دې عملیاتو کې ۳۵ کلن محمد صادق زهیر امنیتي ځواکونو ووژلو، چې په کندز ولایت کې یې د ملګرو ملتونو د (یو ان اوچا) سره ځايي مسوول و.

د ننګرهار ولایت د ملي امنیت ریاست یوې باوري سرچينې د نوم نه ښودلو په شرط ویلي دي، چې دا عملیات تیره شپه د دغه ولایت په څلورمه حوزه کې په یو کور تر سره شول، چې د کور یو غړی په کې ووژل شو او شاید د ملګرو ملتونو کارکوونکی هم وي.

  مهتاب ويلي، چې زهیر پرون غرمه له کندوز څخه په رخصتۍ کور ته راغلی و، چې د شپې لخوا افغان ځواکونه ناڅاپه کورته راننوتل، د کور ټول غړي او د زهیر سپین ګیری پلار یې وتړل، مخونو ته یې تورې خلتې ورواچولې او ښځې یې په یوه بله کوټه کې بندې کړې او د قدوس په نامه یې پوښتنې کولې، چې د کور خلکو ورته وویل په دې نامه څوک نه پيژني.

وروسته د څلورو ډزو غږونه واوریدل شول چې محمد زهیر صادق یې وژلی و، خبر زیاتوي چې د زهیر مور د زهیر غم ونشو زغملای او ساه یې ورکړه.

د ملګرو ملتونو دبشري مرستو ادارې هم منلې ده چې په جلال اباد کې یې یو کارکوونکی وژل شوی، دوی وايي چې یادې کورنۍ ته یې د تسلیت پیغام لیږلی دی.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button