طالبانو پر کندوز ښار له څلورو خواو بریدونه پیل کړي(ولایتي شورا)

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵ تله ۱۲) زرغون خوږیاڼی
د کندز ولایت ولایتي شورا غړي وايي، چې تېره شپه ۳ بجې وسله والو طالبانو له څلورو خواوو پر د کندوز پر ښار پراخ بریدونه پیل کړي دي.
د ولایتي شورا په وینا، په ښار باندې وسله والو طالبانو د امام صيب بندر، چرخاو سيمه او د قهوه خانې له پلوه ډله ييز بريدونه پيل کړي دي، چې اوسمهال د امنیتيي ځواکونو او وسله والو طالبانو تر منځ سختې نښتې روانې دي.
ددوی په وینا، یادې سیمې له ښار څخه په دوه کیلو مترۍ کې پرتې دي، په یادو سیمو کې طالبانو پرمختګ کړی، ښار ته د ننوتلو ټولې لارې بندې دي او نږدې ده چې وسله وال طالبان د ښار مرکز ته ننوځي.
د کندز د والي وياند ویلي، چې افغان امنيتي ځواکونه د مقاومت په حال کې دي او هوايي بریدونه هم پیل شوي دي.
طالبانو هم ویلي، چې نن سهار وختي د کندز په مرکز له څلورو خواوو څخه لوی تعرضي عملیات پيل شوي دي.
طالب ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، عملیات چې د کابل بندر، امام صاحب بندر، خان آباد بندر او باغ شرکت په استقامتونو پيل شول، تراوسه د نوآباد سیمه او ۴ مهمې پوستې (دقومندان شریف پوسته، دقهوه خاني پوسته، زرخرید کې ۲ پوستې) یې نیولي دي.
طالب ویاند وايي، چې اوس ددوی ځواکونه د سه درک، پختۍ میدان او سپین زر چمن سیمو ته رسیدلي دي.
ددوی په وینا، د خان ابادبندرلخوا طالبان چله مزار،کنډک عنایت،اوخوجه مشهد ته رسیدلی د چله مزار د شینوارو پوسته یې هم نیولې ده،د امام صاحب بندر لخوا د زنزیر پوسته د حق العبوربیس او څو نورو پوستو باندې جګړه روانه ده، د کابل بندر لخوا قدیمه ذاخیل، نوي ذاخیل،د نواباد لویې سیمیو کې ۳ پوستې نیول شوي، چې ۲ د ضابط نورالله او ۱ د زنزیر پوسته ده.
طالبان وايي چې جګړه په شدت سره روانه ده.



