د افغانستان لپاره د بروکسل کنفرانس سبا پیل کیږي( له افغانستان سره د مرستو شوې ژمنې)

 (کابل ټکی کام ۱۳۹۵ تله ۱۲) زرغون خوږیاڼی

د افغانستان لپاره د امریکا په مشرۍ د بروکسل کنفرانس سبا د اکتوبر په ۴مه پیل کیږي، ویل کیږي چې یاد کنفرانس ته ولسمشر اشرف غني، اجرائيه ریس عبدالله او ځینې نور لوړپوړي چارواکي ورځي.

د افغانستا لپاره د امریکا خاص نماینده ریچارد اولسون ویلي دي، چی د بروکسل په بین المللی کنفرانس کې به په کال کی ۳ ملیارده ډالر د راتلونکو څلورو کلونو لپاره د افغانستا د امنیت او ثبات، اقتصادي رشد، افغان ځواکونه پیاوړي کول، د ښځو پیاوړتیا او د فساد سره د مبارزې لپاره ورکول کیږي.

ښاغلی اولسون ویلي، چی دا ۳ میلیارده ډالره یو سپین چک نه دی، دوی له افغان حکومته غوښتي دي چې د لويو دولتي چارواکو شتمنۍ ثبت، بانکي او انتخاباتي سیسټم اصلاح، مالي او اداري فساد سره مبارزه او په دغه هیواد کې د پرمختګ ملي او زیر بنايي چارو په شرط به یادې مرستې ورکول کیږي.

د بروکسل کنفرانس چې په بلجیم کې جوړیږي د ۷۰ هیوادونو مشران او د ۲۰ هیوادونو خیریه سازمانونو مشران ګډون وکړي.

نړۍ هیوادونه ویره ښودلې ده چې یادې پیسې یو ځل بیا د تیر په څير د فساد او د چارواکو لخوا اختلاس او غلا نشي.

افغان حکومت یادې غونډې ته چمتو والی ښودلی دی، د چارواکو په وینا دوی هیله لري په دغه غونډه کې له اعلان شوې مرستو څخه زیاتې مرستې جلب کړي؛ خو مرستې به په دغه هیواد کې د فساد سره د مبارزې او د پرمختګ په شرط زیاتیږي.

په بروکسل کنفرانس کې له افغانسان سره د شوې ژمنو مرستې په لاندې ډول دي:

امریکا 700 ملیونه ډالر

آلمان 600 ملیونه ډالر

نړیوال بانک 400 ملیونه ډالر

د اسیا پراختیایي بانک 305 ملیونه ډالر

جاپان 400 ملیونه ډالر

اروپایي اتحادیه 220 ملیونه ډالر

بریتانیا 200 ملیونه ډالر

آسترالیا 81 ملیونه ډالر

کاناډا 55 ملیونه ډالر

چک 2 ملیونه ډالر

ډنمارک 56 ملیونه ډالر

فنلند 33 ملیونه ډالر

فرانسه 25 ملیونه ډالر

هالنډ 74 ملیونه ډالر

ناروی 178 میلیونه ډالره

سویډن 81 ملیونه ډالر

سویس 11 ملیونه ډالر

ترکیه 61،81 ملیونه ډالر

او ایټالیا 35 ملیونه ډالر

ټولي مرستې: 3.5 میلیارده ډالره کېږي, خو افغان حکومت تمه لري چي د مرستو کچه 4.1 میلیارده ډالره ته لوړه شي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button