هلمند: د طالبانو په سرتیري برید کې د ناوې ولسوالۍ امنیه قومندان وژل شوی

 ( کابل تکی کام ۱۳۹۵ تله ۱۲) زرغون خوږیاڼی

نن سهار ۵ بجې د ناوې ولسوالۍ په امنیه قومندانۍ  د طالبانو لخوا بریدونه پیل شوي، په برید کې ددغې ولسوالۍ امنیه قومندان هم وژل شوی دی.

د طالبانو په وینا لومړی د یادې ولسوالۍ پر امنیه قومندانۍ سرتیری برید ترسره شو، ورپسې نور طالب وسله وال چې په سپکو او درنو وسلو سمبال وه د امنیه قومندانۍ او ولسوالۍ پر مرکز ورننوتل، چې له څو ساعته جګړې وروسته د ولسوالۍ مرکز، امنیه قومندانۍ او د مکتب پوسته په بشپړه توګه د طالبانو لاسته ولویدې.

طالب ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي دي چې په سرتیري برید کې د ددغې ولسوالۍ امنیه قومندان احمدشاه سالمزوی هم وژل شوی دی، ددوی په وینا په لسګونو نور پولیس هم وژل شوي دي.

دولتي چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button