جرمني: ۱۸ کلن افغان کډوال د بل کډوال له خوا په چړو وژل شوی

کابل ټکی کام ۱۲تله/۱۳۹۵، سمسور ګیلاني
د جرمني په لوډویګس فلډ ښار کې یو تن ۱۸ کلن افغان کډوال د بل کډوال له خوا د چړو په مټ وژل شوی دی.
د دغه ښار پولیسو رسنیو ته ویلي دي، چې دغه پېښه پرون ماښام مهال رامنځته شوې ده.
پولیسو ویلي دي:
«وژل شوی افغان کډوال په سینه کې څو ځایه په چړې وهل شوی دی او روغتون ته پر لاره یې ساه ورکړې ده.»
پولیسو د پېښې په اړه پلټنه روانې کړي دي، چې تراوسه پورې یې د برید په تړاو یو تن نیولی دی.
د جګړې لامل نه دی څرګند شوی.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button