د جوزجان درزاب بازار کې د خلکو د ګڼې ګوڼې پر مهال چاودنه شوې

کابل ټکی کام ۱۲میزان/۱۳۹۵، احمدالله مهاجر
د جوزجان ولایت د درزاب ولسوالۍ بازار کې د خلکو د ګڼې ګوڼې پر مهال چاودنه شوې ده، چې له کبله یې ۶ ملکي وګړي وژل شوي او ۳۵ نور ټپيان دي.
د جوزجان ولایت د والي ویاند غفوري نن رسنیو ته وویل:
«چاودېدونکي توکي چې په یوه موټرسایکل کې ځای پر ځای شوي وو، نن د ورځې ۱۰:۳۰ بجې د درزاب په بازار کې د خلکو د ګڼې ګوڼې پر مهال چاودنه ورکړل شوې ده»
ښاغلي غفوري زیاته کړه، د پېښې ټول قربانیان ۶ ملکي وګړي دي او ښایي دغه شمېره نوره هم لوړه شي.
ده وویل، چې په پېښه کې ټپیان شوي ملکي وګړي د درزاب ولسوالۍ روغتیايي کلینک او ولایتي روغتون ته لېږدول شوي دي.
تراوسه پورې د دې برید پړه چا پر غاړه نه ده اخیستې.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button