کنړ: ترافیکي پيښه کې ۱۲ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

 (کابل ټکی کام ۱۳۹۵ تله ۱۲) زرغون خوږناڼی

د کنړ ولایت چار واکو ویلي، چې ددغه ولایت په شیګل ولسوالۍ کې یو ډاټسن موټر له یوې غرنۍ لارې ښوییدلی چې په کې ۱۲ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د کونړ امنیه قومندان جنرال جمعه ګل همت رسنیو ته ویلي، چې تیر ماښام ناوخته یو ډاټسن موټر له شیګل ولسوالۍ  څخه مادیش درې ته روان و چې له یوې غرنۍ لارې اوښتی، په پيښه کې ۴ تنه وژل شوي او ۸ نور ټپیان دي.

په کونړ کې د اسعداباد مرکزي روغتون رئيس محمد فارق سهاک رسنیو ته ویلي، چې د پيښې له ځای څخه دوی ته ۲ مړي او ۱۰ ټپيان وروړل شوي دي، چې په ټپيانو کې ۲ تنو ساه ورکړه، دده په وینا د نورو ټپیانو روغتیا د ډاډ وړ ده.

ځینو رسنیو بیا د مړو شمیر ۹ تنه ښودلی دی.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button