د کندز سقوط بيا نږدې شو

سرلیکنه
تازه راپورونه وايي، چې طالبانو د کندز پر ښار د څلورو خواو بريدونه پيل کړي دي او د کندز د ښار د بيا سقوط شيبې رانږدې شوي دي، داهغه وينا ده چې د کندز له ښاره ېې کندزي ښاريان نورو ولسواليو ته په مبايلونو کې وبيا بيا تکراروي.
د کندز د ښار په اړه راپورونه وايي، چې طالبانو نن ګهيځ د درې بجو پر مهال د کندز پر ښار عمري عمليات پيل کړي او د کندز ښار ېې د څلورو خواو سخت محاصره کړی دى .
که راپورونو ته وکتل شي عمليات چې د خان آباد بندر او باغ شرکت په استقامتونو کې پيل سه درک، پختي ميدان اوسپين زرچمن ونيول شي بيا خو د کندز د ښار نيولو ته لاره برابره ده .
تير کال چې طالبانو کند ښار ونيوه، په هغې کې هم مرګ ژوبله شوې وه؛ خو يو توپير ېې د تير کال په نسبت دا دى، چې اوس د کندز خواوشا هغو سيمو نه جګړه روان ده، چې ويل کيږي د ملکي وګړو له ځايونو پردولتي پوستو ډزې روانې او
د سه درک د ښارګوټي ترڅنګ د ښار لویدیځ لور ته د خاکنۍ په سیمه کې هم طالب وسله والو ځایونه نیولي دي.
د کندز د ښار بيا نيول که د تيرو په څير وي بيا خو ملکي وګړو ته د سرونو دزيان امکا ن کيدای شي ډير کم وي، ځکه تير کال د کندز ښار په نفوذي اړيکو سره نيول شوى و او امکان لري چې د کندز ښار سه درک او خاکنۍ پورې د شپې طالبان ورسيږي شايد د مخه طالب وسله والو ته کندز ښار ته د ننوتلو لاره برابره شوي وي.
داچې د کندز ښار د محاصرې لاندې دی، د مخه وينا پرې نه شي کيدې خو خپله د کندز د والي وياند پر کندز ښار دڅلورو خواو د محاصرې تائيد کړی دى او ويلي ېې دي، چې د دواړو خواو سخته جګړه روانه ده، د والي له وينا دا جوتيږي چې تر سه درک او خاکنۍ وسله وال طالبان ورسيدل امکان لري د کند محاصره شوي ښار دننه په تلو هم وتوانيږي.
که دولت په دې خاطر په وسله والو طالبانو بمباري نه کوي چې د ښار شاوخوا د ملکې وګړو په کورونو کې ېې سنګرونه نيولي دي د دولت دا دليل پرځای دى؛ خو انديښنې شته چې د تير کال پيښه به تکرار شي، چې امنيتي پوځونه خو به پښې سپکې کړي او د ناټو ځواکونه به د ملکې وګړو کورونه بمبار کړي.
د کندز له ښار دا مهال د سپکېو او درنو وسلو ډزې اوريدل کيږي، دا چې امنيتي پوځونه به د کندز له ښاره دفاع وکړي او که به له خپلو سنګرونو د تيښتې لاره ونيسي، د مخه پرې څه نه شوويلې خو د تير کال د تجربې له مخې د ناټو ځواکونو ته د ملکي وګړو او کونورونو د بمبارولو ښه پلمه په لاس ورغله، چې د طالب وسله والو په نامه به د کندز ښار ډير بې ګناه ښاريان په خپلو وينو کې ولمبوي.



