جوزجان: له طبعي ګازو څخه د ۱۹۲ ميګاواټه برېښنا توليدولو تړون لاسلیک شو

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵ تله ۱۲) زرغون خوږیاڼی
له ارګ څخه په یو خپور شوي خبر کې ویل شوي، چې نن د جوزجان ولایت مرکز شبرغان کې د ګازي بریښنا د تولیدلو تړون له بیات بریښانايي شرکت سره لاسلیک شو.

دا تړون په ارګ کې د ولسمشر غني په موجودیت کې د بیات بریښنايي شرکت سره د ۲۵۲ میلون ډالرو په ارزښت وشو، چې یاد شرکت به په شبرغان کې له طبعي ګازو څخه ۱۹۲ میګا واټه بریښنا د تولیدولو اساسات په درېو پړاوونو کې جوړ کړي.

د اوبو او برېښنا وزير علي‌احمد عثماني وويل، د بيات بنسټ به په شبرغان ښار کې د ۲۵۲ ميلون ډالرو په ارزښت په درېيو پړاونو کې د دغه ولايت له ګازو څخه د ۱۹۲ ميګاواټو برېښنا د توليدولو تاسيسات جوړ کړي.

همدارنګه د بيات بریښنايي شرکت مشر احسان‌الله بيات وويل، په لومړي پړاو کې به ۵۰ ميګاواټه برېښنا، په دويم پړاو کې ۱۰۰ ميګاواټه برېښنا او په درېيم پړاو کې به د برېښنا د توليد کچه ۱۹۲ ميګاواټو ته لوړه شي.

د جوزجان ولایت د طبعي ګازو څخه ډک ولایت دی او د ګازو ۱۴ څاه ګانې یې کشف شوي دي، چې دې شرکت ته د ګازو یواځې یوه څاه په واک کې ورکړل شوې ده.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button