حلب ښار د (روسي + سوریې) وحشت د لمبو په اور کې

د الجزیرة نه په مننې

عزیر اسدخیل

روسي جنګي الوتکو په حلب ښار کې د هلال شوقي روغتون هم بمبار کړ چې په مکمل ډول یې له کار او فعالیت نه وغورځاوه، له دې نه مخکې هم روسي الوتکو په دې ښار کې درې نور روغتونه بمبار کړي وو، چې دا یې څلورم روغتون دی، د دې تر څنګ د اسد سفاک رژیم هم خپلې وحشیانه بمبارۍ ته په ښارونو، کلیو او د دمشق پر څنډو کې له زیاتوالي سره دوام ورکوي، چې لږ تر لږه یې پنځه اوسیدونکي وژلي دي.

په سوریه کې د الجزیرة خبریال وايي چې د حلب په محاصره شویو سیمو کې د سوریې او روسي بمباریو په نتیجه کې د تیرې یکشنبې په ورځ اته سیمه ییز اوسیدونکي وژل شوي دي، ویل کیږي چې نږدی شل نورې سیمې چې په دې ښار کې د مخالفینو تر واک لاندې دي هم تر سختې بمبارۍ لاندې راغلي دي، چې پر زیاتو مالي زیانونو برسیره یې ودانیو ته هم سخت زیان اړولی دی.

د رژیم ځواکونه چې له ملیشو او ائتلافي سرتیرو نه تشکیل دي توانیدلي دي چې د الکندي روغتون، الشقیف سیمه، او نورې سیمې چې د حلب شمال ته د حندرات کیمپ ته څیرمه پرتې دي وروسته له هغې نیولي دي چې د مخالفو وسله والو ځواکونو پر سیموباندې بې شمیره روسي الوتکو بې دریغه ډول بمبارۍ وکړی، همدا راز دغه ځواکونه هڅه کوي چې د ښار جنوب ته د الشیخ سعید سیمه هم لاندې کړي.


د الجزیرة خبریال ښاغلي معن الخضر وایي چې د رژیم ځواکونه هڅه کوي څو د حندرات له سیمې نه تر ډیر لرې پورې پرمختګ وکړي څو مخالفین بیخې لرو پرتو سیمو ته د الکاستیلو له هغې لارې نه چې په دې وروستیو کې هم مخالفو وسله والو ډلې هلته ماتې خوړلې وه شاتګ ته مجبور کړي.

سره له دې چې د رژیم له ځواکونو سره د روسي الوتکو بمباري مرسته کوي خو وسله والې مخالفې ډلې اوس هم په هغو ټولو سیمو کې چې زیان یې هم لیدلی د دغو بریدونو په وړاندې ټینګ مقاومت کوي چې د بریدونو مخه یې په دغو ټولو خطونو کې ډپ کړې ده.

همدا راز جګړه په سلیمان الحلبي کې چې د پخواني حلب شمال د جبهې خط دی او د بستان الباشا په فامیلیو کې دوام لري.

له بل پلوه د سوریې فوځ په یوه اعلامیه کې له وسله والو مخالفینو نه په الأحیاء الشرقیة سیمه کې غوښتنه کړې ده چې د حلب ښار نه ووځي او د سوریې او روسي ځواکونو مشرتابه یې په امن سره د وتلو ضمانت کوي او لازمې مرستې به هم ورته برابرې کړي.

روسې او د سوريي رژیم ځواکونو په ګډه یوه بله نوې هوایې حمله نږدې دوه اونۍ مخکې په حلب کې د مخالفینو پر سیمو باندې هم پیل کړې وه چې له امله یې په دغه موده کې نږدې درې سوه ښاریان چې دریمه برخه یې ماشومان و وژلي وو، او د ښار ټولې ابادۍ یې په کنډوالو بدلې کړې دي.

په یوه بل پرمختګ کې د دمشق په څنډو کې ډیری ښارونه او بازارونه د سوریې رژیم د ځواکونو لخوا نه په هوایی بمباریو او د توپونو په ډزو ویشتل شوي دي چې په نتیجه کې یې پنځه سیمه ییز اوسیدونکي وژل شوي او یو شمیر نور سخت ټپیان شوي دي.

د لویدیځ دمشق په څنډو کې د سوریې رژیم د هوایی برید تر څنګ ځمکني یرغلونه هم کیږي، د سانا رسمي خبري آژانس ویلي دي چې فوځ په ځینو دغو سیمو باندې خپله ولکه ټینګه کړې ده.

په یوه بل پرمختګ کې د الجزیرة خبریال زیاتوي چې د تیرې یکشنبې په ورځ د دمشق په   څنډو کې دوه ماشومان هغه مهال ووژل شول او یو شمیر نور ټپیان شول چې د اسد رژیم د دوې ښار په الغوطة الشرقیة کې د توپونو هدف وګرځاوه، او دا هغه مهال چې زده کوونکي له خپلو ښوونځو څخه د رخصتۍ په حال کې له خپلو ښوونځو نه دباندې راوتلي وو.

د الجزیرة خبریال د الحمص له ښار نه وایي چې د رژیم د ځواکونو اړوند الوتکو یو زیات شمیر بمبارۍ ترسره کړې  په التلبیسة او الرستن او الحولة ښارونو باندې چې د شمال څنډو  ته پرتې دي او د مخالفینو په لاس کې دی ناپالم بمونه استعمال کړي دي،چې یو شمیر ټپیان یې پر ځای پریښودي دي او خلکو ته یې سخت مالي زیانونه اړولي دي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button